په تركيه كې كودتا او د لوېدېځې نړۍ نافهمي

هغه كسان چې په تركيه كې د كودتا د ناكام اقدام په اړه نه پوره معلومات نه لري د ميليونونو تركانو لخوا د د جولاى د ۱۵مې نېټې د شهيدانو د خاطراتو د ژوندي ساتلو پر اهميت هم نه پوهيږي.

583527
په تركيه كې كودتا او د لوېدېځې نړۍ نافهمي

 

ابراهيم كالن - د ولسمشرۍ د ماڼۍ وياند

د جولاى  د ۱۵مې نېټې د كودتا د ناكام اقدام پر مهال د شهيدو شوو هېوادوالو په ياد يوه پرتمينه غونډه جوړه شوه. پدې غونډه كې د تركيې دوو نامتو هنرمندانو هغه ولسي سندرې وويلې چې د شهيدانو ډېرې خوښېدلې. په اناتوليا كې خلك د سلګونو كلونو راهيسې خپله خوښي او غم د سندرو په واسطه بيانوي. د همدې امله دې مراسمو د يو زيات شمېر كسانو د احساساتو ترجماني وكړه.

دا مراسم، د شهيدانو د ياد په موخه د هغو لسګونو نورو غونډو يوه كوچنۍ برخه وه. په تېرو ۱۰ اونيو كې يو زيات شمېر مستند فلمونه، د ټولنيزې مېډيا له لارې كمپاينونه او نندارتونونه جوړ شول. سربېره پر دې كنفرانسونه، بحثونه او سيمينارونه هم داير شوي دي. په راتلونكو اونيو كې به هم ورته غونډې او مراسم همداسې دوام ومومي.

د لوېدېځې نړۍ د ځينو چارواكو د توصيې مطابق ددې تراژيدۍ د هېرولو په موخه بايد راتلونكې ته پاملرنه وشي. پداسې حال كې چې په تركيه كې مېشت انسانان د كودتاچيانو د پاتې شونو سره مبارزه كوي، په اروپا او امريكا كې يو زيات شمېر كسان بيا ددې حياتي شپې په اهميت باندې يا نه پوهيږي او يا هم ځان نه پوهوي.

په تركيه كې د شهيدانو د ياد د ژوندي ساتلو په موخه د دا ډول پروګرامونو او مراسمو جوړېدل به دوام ومومي. هغه كسان چې له بهره تركيې ته ګوري او د تركيې كورنى سياست له نږدې تعقيبوي بايد پوه شي چې دا ډول مراسم د داسې كسانو لپاره جوړيږي چې د جولاى په ۱۵مه نېټه يې د چورلكو او ټاكنو وېره څكلې ده. ددې امله دوى ته خورا اهميت لري. دا مراسم ددې لپاره جوړيږي چې د هغې تورې شپې ناوړه خاطره د انسانانو په ذهنونو كې تل تازه وي تر څو په راتلونكې كې د نورو لپاره د پند وسيله شي. دا ښكاره خبره ده چې ځينو كسانو بيا د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا پر مهال د تركي ولس د مقاومت په پوهېدلو كې ناكام شوي دي. كه چېرې څوك غواړي چې په ريښتيا هم دا بهير له نږدې وڅاري نو بايد د كودتا د پلان، عملي كېدلو او بيا وروسته د برطرفه كېدلو جريان تعقيب كړي. پدې اړه د پام وړ معلومات هم نشر شوي دي. د بېلګې په ډول د تركيې د ډېلې صباح د ورځپاڼې د سياست د چارو څانګې د آګست په مياشت كې يو راپور خپور كړى دى چې په كې د كودتا ټول جريان د دريو سرليكونو لاندې راټول شوى دى.

په تركيه كې په ۱۹۸۰يمو او ۱۹۹۰يمو كلونو كې زېږېدلى ځوان نسل د كودتا په اړه مستنده خاطره نه لري. يواځې په ۱۹۶۰م كال كې د نظامي كودتا پر مهال د تركيې د وخت د لومړي وزير عدنان مندرس د اعدامېدلو خواشينونكي كيسې يې اورېدلې دي. دې ته ورته په ۱۹۸۰م كال كې د بلې نظامي كودتا پر مهال د ښي اړخو او كيڼ اړخو خوځښتونو د ځپل كېدو په اړه يې كتابونه لوستلي دي. د مصر په څېر په نورو هېوادونو كې د نظامي كودتاګانو په اړه له رسنيو يې معلومات ترلاسه كړي دي. دوى د لومړي ځل لپاره د جولاى په ۱۵مه نېټه په مستند ډول د كودتا اقدام وليدلو. دوى په خپلو سترګو وليدلو چې ټاكنو، جنګي الوتكو او چورلكو څرنګه د دوى مور او پلار، خپل خپلوان، ګاونډيان او ملګري د مرګ له وېرې سره مخامخ كړل. دوى همداراز دا هم وليدل چې څرنګه يې ملګري د كودتاچيانو پر وړاندې د مقاومت پر مهال شهيدان شول. دوى د تركي په تاريخ كې د ديموكراسۍ پر لار مهم داستان وليكلو. ددې امله دا طبعي خبره ده چې تركان په ياد وساتي چې پدې شپه يې له وطنه او ديموكراسۍ څه فدا كړل.

دويم دا چې  په تركيه كې اوس ټول هېوادوال په دې پوهيږي چې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې ناولى مخ څومره هېواد ته خطر لري. ددې ډلې منسوبينو د عادي وګړو له نيك نيته په ګټې پورته كولو سره بې شمېره جنايتونه ترسره كړي دي. په دولتي، امنيتي او اسختباراتي ادارو كې د ډلې منسوبين ځاى پر ځاى شوي او په لنډه موده كې يې بې شمېره ثروت هم خپل كړى دى. نه يواځې په تركيه كې بلكې د نړۍ په يو زيات شمېر هېوادونو كې يې په ښكاره توګه ځالې جوړې كړي دي.

هغه كسان چې له بهره دې ډلې ته ګوري كيداى شي ووايي چې دا ديني ګروپونه څرنګه كولاى شي چې په دولت كې موازي دولت جوړ كړي او قوانين د ځان په ګټه وكاروي. د ګولن د طريقت په اړه د لا زياتو معلوماتو د رابرسېره كېدلو سره سم ددې ډلې اصلي څېره نړۍ ته هم ښكاره كيږي. دا ډله يواځې  سوله خوښوونكې او د ډيالوګ پلوې ډله نه ده. دا ډله په سيمه كې د اقتصادي او سياسي نفوذ د لاسته راوړلو په موخه د هرې ممكنې لارې  نه ګټې اخستونكى طريقت دى. ددې ډلې غړي باور لري چې د دوى مشر فتح الله ګولن ګويا د الهى اوامرو د پر ځاى كوونكي په توګه اطاعت يې واجب دى. د فتح الله ګولن ترهګرې ډلې په هېواد كې د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا ناكام اقدام پلان كړى وو او بيا يې د تركيې په اوردو، پوليسو او قضايي قونه كې د يو شمېر لاسپوڅو پر مټ د عملي كولو هڅه وكړه خو ناكامه شوه.

د ګولن غړي د كلونو په تېرېدلو سره د حقيقتونو د پټولو او د قانون تر شا د پټېدلو په برخه كې پوره مهارت موندلى دى. هغه كسان چې د دوى سياسي او اقتصادي غوښتنې يې رد كړي دي او يا يې ورته د غاړې ايښودلو نه ډډه كړې ده د مېډيا او مدني ټولنې له لارې ځپلي دي. دوى د خپلو جنايتكاره پروژو د مشروعيت په موخه تل مدني ټولنه او مېډيا كارولې ده. پدې حقيقت اوس ټول پوهيږي. دوى پدې برخه كې سلګونه انسانان زندان ولېږل، زرګونه نور يې بېكاره كړل او په وروستي اقدام كې يې د تركيې د مشروع حكومت پر وړاندې جګړه پيل كړه. حنفي آوجي، روشن چاكر، مصطفى اونسېل، احمد شېك، نديم شنر او داني رودريك په څېر شخصيتونو د ګولن ټول جنايات په رسمي توګه ثبت كړي دي.

دريمه موضوع بيا د لوېدېځو هېوادونو د چارواكو او مېډيا لخوا د كودتا نه وروسته د تركي ولس سره د همدردۍ په برخه كې زړه نا زړه دريځ د تركي ولس لپاره د مايوسۍ سبب شوى دى. له كودتا وروسته د لوېدېځې نړۍ د هېوادونو هېڅ يو ولسمشر يا لومړى وزير د تركيې سره د همدردۍ په موخه هېواد ته رسمي سفر نه دى ترسره كړى. د همدې امله تركانو د لوېديځ د صميميت په اړه شكونه پيدا كړل. د لوېدېځې مېډيا يو زيات شمېر خبري رسنيو د كودتا پر مهال او را وروسته بهير ته داسې انعكاس وركړ چې ګويا كودتا نه ده شوې. يواځې د ارودو لخوا بې اهميت قيام رامنځته شوى دى او بس. تر كودتا وروسته نيول شوي تدابير يې بيا ددې لپاره وغندل چې د تركيې د ملت لخوا پر ټاكل شوي ولسمشر او لومړي وزير باندې لفظي بريدونه وكړي. په اروپا كې يو مهم چارواكي ماته وويل چې د اروپايانو زياتره برخه پدې هم نه پوهيږي چې د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا په شپه د تركيې د ملي شورا پر ودانۍ باندې بمباري وشوه. حتى د كودتا وروسته د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر مرستيال جو بايډن او د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ له تركيې نه د ليدنې پر مهال وويل چې دلته تر راتګ وړاندې يې فكر نه كولو چې دا موضوع به دومره جدي وي. دا له دې امله چې د كودتا په شپه لوېدېځې مېډيا هغه خبرونه، انځورونه او وېډيوګانې سانسور كړې وې چې د كودتاچيانو لخوا پر ولسمشر او لومړي وزير باندې د بريدونو پر مهال ثبت شوې وې.

هغه كسان چې په تركيه كې د كودتا د ناكام اقدام په اړه نه پوره معلومات نه لري د ميليونونو تركانو لخوا د د جولاى د ۱۵مې نېټې د شهيدانو د خاطراتو د ژوندي ساتلو پر اهميت هم نه پوهيږي.

 

 

 



اړوند خبرونه