د بروكسل كنفرانس او له افغانستان سره د تركيې مرستې

چاووش اوغلو كنفرانس ته د وينا په ترڅ كې وويل چې د ۲۰۰۲- ۲۰۱۵م كاله پورې د افغانستان سره د تركيې رسمي مرستې تر ۱ ميليارد ډالرو اوښتي دي. سربېره پر دې تركيه د افغان امنيتي ځواكونو د كدرونو د روزنې په موخه هم له افغان دولت سره پوره همكاري لري.

583610

اوسمهال د كابل د هوايي ډګر ټولې امنيتي چارې د تركيې د وسله وال پوځ پر غاړه دي.

سربېره پر دې تركيه په نړيواله سطحه د افغان دولت سره د ډيپلوماټيكي همكارۍ سربېره په تخنيكي برخه كې هم هر ډول مرستې ته تياره ده.

چاووش اوغلو زياته كړه چې هېواد يې په پام كې لري چې د ۲۰۱۸- ۲۰۲۰مو كلونو په اوږدو كې به له افغانستان سره د ۱۵۰ ميليونو ډالرو نقدي مرسته وكړي.

افغانستان په نړۍ كې دويم هېواد ته چې د تركيې تر ټولو زياتې بهرنۍ مرستې يې جلب كړي دي.  

اړوند خبرونه