په ترکیه کې  د ستر قتل  مخه ونیول شوه.

ترهګرو غوښتل چې ترکیه په وینو ولړي .

582435
په ترکیه کې  د ستر قتل  مخه ونیول شوه.

په ترکیه کې  د ستر قتل  مخه ونیول شوه.

د ترکیې  امنیتي ځواکونو  د ادانا  په ولایت کې  ۵ تنه برید کوونکي  د چاودیدونکو توکو نه بار د ۷ موټرو سره چې  د ستر قتل عام  هوډ يي درلود  ونیول.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  نوموړي پنځه تنه برید کوونکي  چې د سوریې د عین العرب  په سیمه کې  د بمي بریدونو د روزنې نه وروسته د ورانکارانه فعالیتونو په موخه ترکیې ته راغلي وو  ونیول شول.

ترهګرو په لومړنیو تحقیقاتو کې  ویلي دي چې  په ادانا ولایت کې  د پولیسو په مزکزونو، هوايي ډګر، د ولسوالیو په ودانیو او د خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمو  د بریدونو پلان درلود.

ویل کیږي د نیول شوو ۵ تنو برید کوونکو نه یو تن يي د پوهنتون محصل  دی.

د ترکیې د ادانا ولایت  د امنیې قومندانۍ  په یاد شوي ښار کې د پې کاکا ترهګرې ډلې لخوا د خونړیو بریدونو د ترسره کولو د پلان په اړه  استخبارات  ترلاسه کړل. د ادانا د امنېې قومندانۍ  د استخباراتو د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته د ولایت په کچه کلک امنیتي تدابیر ونیول .

د ادانا  پولیسو  د نوموړو امنیتي تدابیرو په چوکاټ کې لومړی  دوه تنه  برید کوونکي چې په ځانګړې توګه  د پولیسو د مرکزونو ترڅنګ يي کشف کولو  د تعقیب  لاندې ونیول.

نوموړو برید کوونکو  د ادانا  د هوايي ډګر، ځینو پولیسو مرکزونو، جیهان ولسوالۍ د ودانۍ  ترڅنګ او ښار په ګڼه ګوڼې سیمو کې  کشف کولو.

همداشان برید کوونکو  د پلاستیکي توکو د یو ډیپو نه  د مرکز په توګه کار اخیسته. پولیسو د پوره معلوماتو د ترلاسه کولو نه وروسته  په عملیاتو لاس پورې کړ.

پولیسو  ۵ تنه برید کوونکي  د چاویدونکو توکو  او موټرو سره  لاس په لاس ونیول.

د ویلو ده چې  پولیسو  د برید کوونکو سره  ګڼ شمیر چاودیدونکي توکي، لاسي بمونه او وسلې ونیولې.

برید کوونکو  د امنیې په قومندانۍ کې د تحقیقاتو په ترڅ کې  په خپل جرم  اعتراف وکړ او وویل چې  په ادانا کې د موټرو پر مټ  د ۷ جلا جلا بریدونو پلان درلود.

د ادانا  ولایت  پولیسو مخکې ددینه چې  برید کوونکي  خپلې شومې موخې ته ورسییږي  ونیول او د سترې فاجعې مخه يي ونیوله.



اړوند خبرونه