اردوغان : په سوریه کې د روانو عملیاتو نه موخه ۵۰ زره کیلومتره سیمه د ترهګرو نه پاکول دي

اردوغان : په سوریه کې د ترکیې لخوا د روانو عملیاتو موخه باامنه سیمې جوړولو ته زمینه برابرول دي

581368
اردوغان : په سوریه کې د روانو عملیاتو نه موخه ۵۰ زره کیلومتره سیمه د ترهګرو نه پاکول دي

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې سوري کډوال خپل کور او کلو ته د ستنولو په خاطر  د سوریې په شمال کې  د باامنه سیمې  او په الوتنو د بندیز په خاطر  لږ تر لږه  ۵ زره کیلومتره  سیمه  باید  د ترهګرو نه  پاکه او تصفیه کړې شي.

هغه وویل چې  ترکیې د سوریې په شمال کې  د باامنه سیمې د جوړولو په خاطر  لږ تر لږه  ۵ زره کیلومتره سیمه  د ترهګرو نه د پاکولو هډف ټاکلی دی.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د قطر د روتانا  تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  پدې مرکه کې  په سیمه کې د وروستیو پرمخګتونو په اړه ارزونې وکړې.

هغه زیاته کړه چې  ترکیې  د منځلارو سوري مخالفینو په همکارۍ  په سوریه کې  د فرات ډال په نامه  عسکري عملیات  پیل کړي دي. ددې عملیاتو په ترڅ کې د جرابلس په ګډون  یو زیات شمیر سیمې  د داعش ترهګرې ډلې نه پاکې شوي دي.

همداشان  د ۳۰ نه تر ۴۰ زرو پوري سوري کډوال  بیرته خپلو کورونو ته  ستانه شوي دي.

هغه وویل چې  موصل  د موصل د خلکو دی او تلعفر د تلعفریانو  دی. هیڅوک ددوی په سیمو کې د ځای په ځای کیدو او د هغوې نه د هغوې د سیمو د نیولو او غضبولو حق نلري. هغه زیاته کړه چې  موصل  د داعش ترهګرې ډلې نه  د ژغورنې نه وروسته باید  سیمه  سوني عربان، ترکمنانو او سوني کوردانو ته وسپارل شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې  تر اوسه پورې په سوري کډوالو ۱۲ نیم میلیارده ډالره مصرف کړی دی. « دا زمونږ  انساني  دنده  ده. لویدیځې نړۍ  د کډوالو په برخه کې خپل مسولیتونه ندي پرځای کړي. نړۍوالو سازمانونو  تراوسه پورې د سوري کډوالو سره  یواځې ۵۲۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده . »

ولسمشر اردوغان د سوریې د راتلونکي  حکومت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « بشار اسد ۶۰۰ زره تنه سوري وګړي په قتل رسولي دي. یو داسې کس چې لاسونه يي د ۶۰۰ زرو تنو په وینو سره وي  څه ډول کیدای شي چې په راتلونکي حکومت کې برخه ولري. بشار اسد په هر ډول چې کیږي باید  ولاړ شي  ځکه چې د هغه پاتې کیدل  د امکان وړ خبره نده.»

ولسمشر اردوغان وویل چې  نن ورځ  ټولې ستونزې او د بربادۍ  پلانونه په اسلامي هیوادونو کې  شتون لري. یواځې او یواځې د اسلامي نړۍ د بربادۍ په خاطر پلانونه جوړیږي. اسلامي نړۍ باید  هوښیاره  شي  او په خپلو منځونو کې  همکارۍ او همغږۍ  کچه لا پسې لوړه کړي.

ولسمشر اردوغان  د مصر سره د اړیکو د نورمالیدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « د ترکیې او مصر ترمنځه د اړیکو نورمالیدل  په نوموړي هیواد کې د کودتا په پایله کې له واکه د لرې کړی شي ولسمشر  محمد مرسي  او د کودتا د نورو مخالفینو د خوشې کولو  پورې تړلې ده. که چیرې  مصر  دا ګام پورته کړي  مونږ ورسره اړیکي  نورمال حالت ته راوګرځو.»


پيوندونه: #ترکیه , #اردوغان

اړوند خبرونه