په ترکیه کې کډوالو د فاجعې مخه ونیول شوه
د ترکیې د ازمیر ولایت امنیتي ځواکونو ۱۱۲ تنه کډوال چې په سمندر کې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول ونیول
د ترکیې د ازمیر ولایت د چشمې او دیکیلي په ولسوالیو کې ۱۱۲ تنه ناقانونه کډوال چې یونان ته د تیریدو هڅه کوله ونیول شول.
د ازمیر ولایت د سواحلو د امنیت پولیسو د چشمې ولسوالۍ د اتش په ټاپو کې یوه پلاستیکي کښتۍ چې شاوخوا ۴۰ تنه کډوال پکې سپاره ول او د یونان پر لورې حرکت کړی وو تثبیت او مخکې د کومې فاجعې د رامنځته کیدو نه ونیول.
کډوال د سواحلو د امنیت د پولیسو په کښتۍ سپاره او د ازمیر ولایت د امنیتي قومندانۍ ته وسپارل شول.
همداشان د ازمیر ولایت د دیکیلي په ولسوالۍ کې هم ۷۲ تنو کډوالو چې د یوې پلاستیکي کښتۍ سره غوښتل یونان ته تیر شي ونیول شول.
د یادې شوې ولسوالۍ د سواحلو د امنیت ځواکونو د کډوالو په اړه چې په سمندر کې د ډوبیدو د ګواښ سره مخامخ ول د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته په حرکت پیل وکړ.
د سواحلو د امنیت پولیسو د سمندر په منځ کې د کډوالو پلاستیکي کښتۍ ودروله او کډوال يي ونیول.
نیول شوي کډوالو د پولیسو لخوا د تحقیقاتو نه وروسته د ازمیر ولایت د کډوالو ادارې ته وسپارل شوه.
همداشان نوموړي کډوال به هر څه ژر خپلو خپلو هیوادونو ته واستول شي.
د ازمیر ولایت د سواحلو د امنیت چارواکیو ویلي دي چې د یوې سترې فاجعې مخه ونیول شول.
نوموړو کډوال د پلاستیکي کښتیو چې هره شیبه په سمندر کې د ډوبیدو احتمال شتون درلود غوښتل چې یونان ته تیر شي خو له نیکه مرغه چې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.
د ویلو ده چې تیره اوونۍ د موغلا ولایت د بودروم په ولسوالۍ کې د کډوالو یوه کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه چې له امله ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ.