د سوريې له خاورې تر تركيې راكټي بريد
نن سهار درې راكټونه چې د سورېې له خاورې توغول شوي ول د تركيې په سوېل كې د كيليس د ولايت په مربوطاتو كې ولګېدل.
نن سهار درې راكټونه چې د سورېې له خاورې توغول شوي ول د تركيې په سوېل كې د كيليس د ولايت په مربوطاتو كې ولګېدل.
دوه راكټونه د سوريې سره پولې ته نږدې ولګېدل چې يو يې بيا په ښار كې په يو ميدان كې لګېدلى دى.
له نېكه مرغه په پېښه كې چا ته ځاني زيان نه دى رسېدلى.
سيمه د پوليسو لخوا كلابند شوې اوڅېړنې روانې دي.
د امنيتي سرچينو د معلوماتو پر اساس دا راكټونه په سوريه كې د داعش د ترهګرې ډلې تر كنترول لاندې سيمو نه توغول شوي دي.
وسله وال پوځ د رادار په واسطه د راكټونو د توغول كېدو سيمې په نښه كړې او بيا يې وروسته د توپچي ډزو لاندې ونيولې. تر اوسه پورې د داعش د ترهګرې ډلې د تلفاتو په اړه كره معلومات په لاس كې نشته دى.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله