په ترکیه کې د کډوالو ستره فاجعه رامنځته شوه
یو ځل بیا ۲۷ تنه کډوال د ترکیې په سړو اوبو کې د کبانو خاوړه شول
د ترکیې د موغلا ولایت د بودروم ولسوالۍ په سواحلو کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.
په بودروم کې د ژغورنې ډلې ویلي دي چې په پیښه کې تر اوسه پورې د ۶ تنو مړي موندل شوي دي.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې یوې ډلې کډوالو چې غوښتل د پلاستیکي کښتۍ سره د یونان استانکوی ټاپو ته تیر شي د بودروم په سواحلو کې کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.
د پیښې نه وروسته د بودروم د سواحلو د امنیت پولیس او د ژغورنې ډلې سیمې ته راورسیدې.
د ژغورنې ډلو یواځې ۴ تنه چې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول وژغورل او د ۶ تنو مړي راوویستل.
ویل کیږي په کښتۍ کې ۳۱ تنو کډوالو شتون درلود چې پاتې ۲۱ تنه يي په سمندر کې لادرکه شوي دي.
د لا درکه شوو کډوالو د موندولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پيل شوي. د پلټنو په عملیاتو کې یوې چورلکې هم ګډون کړی دی .
د بله پلوه د بودروم د سواحلو د امنیت پولیسو ویلي دي چې په سمندر کې د سخت باد او څپو له امله د ژغورنې چارې د ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د بله پلوه د پیښې ژغورل شوو ۴ تنو د ژغورنې ځانګړي واسکټونه هم په تن نه درلودل. داسې ښکاري چې نوموړي کډوال ټول پرته د ژغورنې د ځانګړو واسکټونو نه په کښتۍ کې سپاره شوي وو.
د ژغورنې ډلو ویلي دي چې همدې مسلې سترې فاجعې ته لار اواره کړې ده . که چیرې نوموړو کډوالو د ژغورنې ځانګړي واسکټونه په تن درلودلی وی کیدای شو چې ژوندي ژغورل شوي وای.
د کډوالو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي. په سیمه کې عینې شاهدانو بیا ویلي دي چې د پاکستان او سوریې وګړي دي . خو کیدای شي چې د نورو هیوادونو وګړي هم پکې شتون ولري.