د ترکیې ملي راډیو تلویزیون عمومي ریس مقدونیا ته سفر وکړ
د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون په مرسته او نوښت په مقدونیا کې د بالکان د هیوادونو د مطبوعاتو د استازو غونډه وشوه
د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون عمومي ریس شینول ګوکا مقدونیا ته د خپل سفر په ترڅ کې په پلازمینه اوکسوب کې د اناتولیا خبري اژانس د دفتر نه لیدنه وکړه.
هغه د اناتولیا خبري اژانس د البانیايي او مقدونیايي ژبو د ادیتور ادنان ادریس نه په سیمه کې د اناتولیا خبري اژانس د فعالیتونو په اړه معلومات واخیستل او کارکوونکو ته يي په چارو کې د لا زیات بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
هغه د اناتولیا خبري اژانس د فعالیتونو نه ستانه وکړه او وویل چې د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون سره تل مرسته کوي.
شینول ګوکا وروسته په اوسکوب کې د ترکیې د نامتو شاعر یونس عمر انیستیتیوت نه لیدنه وکړه .
د هغه سره پدې سفر کې د ترکیې د ملي راډیو ریس او د موسیقۍ د ریاست سرپرست امبار ترکمن، د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون د بهرنیو اړیکو ریسې چاغلان تانکور یورومز، د ترکیې د بهرنیو نشراتو ریس سلیمان ایردال، د ترکیې د ملي تلویزیون ریس تونجای یوریکلي، د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون تعلیمي ادارې ریس ادنان ارايکانلي، د سپورت ا خبر د څانګې مرستیال قدرت دوغان دیمیر او ځینی نورو کارکوونکو ملګرتیا کوله.
د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون ریس شینول ګوکا ددوی په مشرۍ او لارښونه په اوسکوب کې په جوړه شوې د خبري ارګانونو په غونډه کې د د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا په اړه ګډون کوونکو ته معلومات ورکړل.
پډې غونډه کې د بالکان هیوادونو د خبري رسنیو استازو ګډون کړی وو. په غونډه کې د مقدونیا، البانیا، کوسووا، مونتینګرو او سانجاک د هیوادونو استازو ګډون کړی وو.
همداشان پدې غونډه کې په ترکیه کې د جولای په ۱۵مه نیټه د ترسره شوې کودتا اړوند مستند فلم نندارې ته وړاندې شو.
همداشان د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون د ځاييخبري رسنیو پوښتنې ځواب کړې.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.