د ترکیې  د قره بوک  په ولایت کې  د ټرافیکي پیښې په پایله کې ستره فاجعه رامنځته شوه.

د دوو مساپروړونکو بسونو د جنګیدو له امله ۶۸ تنه ټپیان شول

575369
د ترکیې  د قره بوک  په ولایت کې  د ټرافیکي پیښې په پایله کې ستره فاجعه رامنځته شوه.

د ترکیې  د قره بوک  په ولایت کې  د ټرافیکي پیښې په پایله کې ستره فاجعه رامنځته شوه.

د ترکیې د قره بوک ولایت د ایسکي پازار په ولسوالۍ کې  د دوو  مساپر وړونکې  بسونو  د جنګیدو له امله  لږ تر لږه  ۶۸ تنه ټپیان شول.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  دوه مساپروړونکې  بسونو  د ایسکي پازار ولسوالۍ کې  د تیلو د ټانک  سره  ټکر وکړ. په پیښه کې  په دواړو بسونو کې  د ماشومانو او ښځو په ګډون  ۶۸ تنه ټپیان شول.

د ټپیانو نه  ۴۰ تنه يي د بولو ولایت ګیریدي  او  د قره بوک ولایت  روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.

همداشان  ۲۸ تنه  نور ټپیان به  د پیښې پر ځای کې په امبولانسونو کې تداوي  او کورونو ته استول شوي دي.

د پیښې نه سمدلاسه وروسته  د قره بوک ولایت د ایسکي پازار  ولسوالۍ ولسوال او د امنیې قومندان  د پیښې سیمې ته راورسیدل او د ټپیانو نه يی لیدنه وکړه.

د یادې شوې ولسوالۍ ولسوال خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د پیښې د ټپیانو نه  د یو تن روغتیايي حالت  باریکه دی  او نور ښه  دي.



اړوند خبرونه