ملګرو ملتونو ته د اردوغان تاريخي وينا

ولسمشر رجب طيب اردوغان د ملګرو ملتونو په ۷۱مه عمومي غونډه كې د وينا په ترڅ كې يو ځل بيا ددې سازمان پر جوړښت نيوكه وكړه.

574231
ملګرو ملتونو ته د اردوغان تاريخي وينا

 

 

اردوغان د خپلې وينا پر مهال د امنيت د شورا د ۵ دايمي غړو فوق العاده صلاحيت ته په اشارې سره وويل چې `` نړۍ تر پينځو لويه ده. دا حقيقت تل تكراروو.``

د اردوغان په وينا د امنيت د شورا د تاسيس پر مهال نړيوالې چارې او اوسني شرايط يو ډول نه دي. د همدې امله د ټولې نړۍ تقدير د ۵ هيوادونو د سليقوي پريكړو قرباني بايد نشي.

اردوغان زياته كړه چې د ۲۱مې پېړۍ په لومړنۍ ربع كې بشريت د پوهې، ټېكنالوژۍ، اقتصادي پراختيا او روغتيايي شرايطو تر ټولو لوړې څوكې ته ورسېدل خو په همدې موده كې د نړۍ د شرم تابلو هم د ټولو په مخ كې كېښودل شوه.

``په سوريه او عراق كې د روانو جګړو او ناخوالو له امله سلګونه زره ماشومان، ښځې، ځوانان او زاړه ووژل شول او وژل كيږي. د مرګ او ظلم له وېرې د راتښتېدلو كډوالو سره د اروپا په ښارونو كې له شرم او سپكاوي ډك چلند كيږي.``

اردوغان د ترهګرو ډلو فعاليتونو ته په اشارې سره وويل چې نن ورځ ترهګر د خپلو اعمالو د ترسره كولو په موخه هر ډولو شومو لارو چارو نه ګټه پورته كوي. تركيه هم د جولاى په ۱۵مه نېټه د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د منسوبينو لخوا د كودتا د خاينانه اقدام سره مخامخ شوه.

اردوغان زياته كړه چې `` د كودتا دا اقدام د تركي ملت لخوا د خپل اساسي قانون، حكومت، آزاديو او ديموكراسۍ نه په ملاتړ سره په قهرمانانه توګه وځپل شو. په خپل ملت باندې وياړم. په تركيه كې ترسره شوې كودتا په عين حال كې د نړۍ په ديموكراسۍ باندې هم شوې ده. پدې ډول تركي ملت هغو ټولو ته د الهام سرچينه شوه چې پر ديموكراسۍ باندې باور لري. دا ترهګره ډله د تركيې سربېره د نړۍ په ۱۷۰ هېوادونو كې فعاليت كوي. ټول هېوادونه بايد د خپل امنيت لپاره د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې پر وړاندې اړوند تدابير ونيسي. كه چېرې دې ډلې سره نن مبارزه ونكړئ نو سبا به ډېر ناوخته وي. ``

ولسمشر اردوغان د وينا په ترڅ كې د سوريې كړكېچ ته هم اشاره وكړه او زياته يې كړه چې پدې هېواد كې د روان تاوتريخوالي شپږم كال دى. تركيه به د سوري هېوادوالو مېلمه پالنې ته همداسې دوام وركړي. تركيې تر اوسه پورې د سوري كډوالو لپاره تر ۲۵ ميلياردو ډالرو پورې لګښت كړى دى. اروپايي ټولنې د مادي مرستو په برخه كې پخپلو وعدو وفا نه ده كړې.

اردوغان هغو اروپايي مشرانو ته په خطاب كې چې سوري كډوال د خپل ځان لپاره حياتي ګواښ بولي وويل چې ``د اغزنو او لوړو ديوالونو تر شا د حضور د موندلو هلې ځلې بې ځايه هڅې دي. كه چېرې د سوري كډوالو لپاره د زده كړې، كار او استوګنې په څېر ستونزو ته حل لار ونه مومو نو د غير منظمې كډوالۍ په پايله كې به امنيتي او ټولنيز خطر نور هم زيات شي.``



اړوند خبرونه