د اردوغان – مې ليدنه

ولسمشر رجب طيب اردوغان په نيويارك كې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې د انګلستان د لومړۍ وزيرې ترېسا مې سره ليدنه وكړه.

573976
د اردوغان – مې ليدنه

 

ولسمشر رجب طيب اردوغان په نيويارك كې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې د انګلستان د لومړۍ وزيرې ترېسا مې سره ليدنه وكړه.

پدې ليدنه كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د دوه اړخيزو اړيكو سربېره پر يو لړ سيمه ايزو او نړويوال مسايلو هم بحث وشو.

د ليدنې د اجندا موضوع په سوريه كې روان حالات ول.  دواړو مشرانو په سوريه كې د سياسي حل لارې په رامنځته كولو ټينګار وكړ.

د انګلستان د لومړۍ وزيرې په توګه د مې د ټاكل كېدو نه وروسته دا لومړى ځل دى چې اردوغان له نوموړې سره ليدنه كوي.


پيوندونه: #اردوغان , #تركيه

اړوند خبرونه