د دوه سرتېرو شهادت

د تركيې په ختيځ كې د غازي انتب د ولايت په مربوطاتو كې د وسله والو ځواكونو د ماين پاكۍ د ټيم دوه تنه سرتيري د يوې چاودنې په پايله كې شهيدان شول.

573770
د دوه سرتېرو شهادت

 

 

ويل كيږي چې چاودنه په سيمه كې د ځاى پر ځاى شوو چاوېدونكو موادو په پايله كې رامنځته شوې ده.

شهيدان د نظامي مراسمو نه وروسته په خپلو پلرنيو هديرو كې خاور ته سپارل كيږي.

د بله پلوه د نظامي سرچنيو د معلوماتو پر اساس د هوايي ځواكونو اړوند جنګي الوتكو د پې كا كا د ترهګرې ډلې پر مورچلو بانېد بمباري وكړه. پدې عملياتو كې لږ تر لږه ۷ تنه ترهګري وژل  شوي دي.

د تېر اګست د مياشتې راهيسې د تركيې په ختيځ كې د ترهګرې ډلې پر وړاندې عملياتو كې تر اوسه پورې ۲۹۹ تنه ترهګر وژل شوي دي.



اړوند خبرونه