روسي قوماندان انقرې ته راغى

د روسيې د وسله وال پوځ لوى درستيز د خپل تركي سيال سره د يوې رسمي ليدنې په موخه انقرې ته راغلى دى.

571409
روسي قوماندان انقرې ته راغى

 

سترجنرال والري ګراسيموف په انقره كې د سترجنرال خلوصي اكار سره د ليدنې په ترڅ كې په سوريه كې په روانو حالاتو باندې بحث وكړ.

دواړو سيالانو په سيمه كې د داعش د ترهګرې ډلې پر وړاندې پر مبارزې باندې ټينګار وكړ. سربېره پر دې په سوريه كې د تركيې لخوا د فرات د سپر تر نامه لاندې د روانو عملياتو په اړه روسي خوا ته معلومات وركړل شول.

د ليدنې د اجندا بله مهمه موضوع په نظامي ډګر كې د تركيې- روسيې ترمېنځ د ګډې همكارۍ د پياوړتيا لارې چارې وې.

دواړه خواوې د نظامي اړيكو پراختيا ته لېواله ښكاري.

د تېرو ۱۱ كلونو راهيسې دا لومړى ځل دى چې د روسيې د وسله وال پوځ لوى درستيز له تركيې ليدنه كوي.

شنونكي وايي چې په سيمه كې د تركيې د نظامي ځواك د اغېزمن فعاليت نه وروسته روسيه غواړي چې نوى متفق خپل كړي.



اړوند خبرونه