ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې او روسیې ترمنځه اړیکي د هرې ورځې په تیریدو پرمختګ کوي

568035
ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  پدې لیدنه کې  د دوه اړخیزو اړیکو سربیره  د سوریې په وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان  پدې ټیلیفوني خبرو کې  د سوریې د حلب په ښار کې  هر څه ژر د اوربند  د ټینګیدو  په اهمیت ټینګار وکړ.

د ویلو ده چې  د اختر په ورځو کې د سوریې د حلب په ښار کې د اوربند د رامنځته کیدو په مسلې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  او روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا ولسمشر باراک اوباما سره هم خبرې کړي دي.

ولسمشر اردوغان او ولسمشر پوتین  د اختر نه د مخه  د اوربند د رامنځته کیدو په خاطر د لا زیاتو هلو ځلو کولو په مسلې تفاهم  وکړ.

پدې لیدنه کې  د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې په خاوره کې د داعش ترهګرې ډلې  پر خلاف د روانو عسکري عملیاتو په اړه هم  خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ترکیې  د سوریې سره په پوله کې د پولې نه پورې غاړه ټولې سیمې د داعش نه  تصفیه او پاکې کړې خو د نورو ترهګرو ډلو او سازمانونو  تصفیه کول هم  حیاتي ارزښت لري.

ولسمشر اردوغان پوتین ته ویلي دي چې جرابلس او نورو سیمې  د داعش ترهګرې ډلې نه د پاکیدو نه وروسته د سیمې اصلي اوسیدونکو  خپلو کورونو ته په ستنیدو پيل کړی دی .

د ویلو ده چې په لیدنه کې په ترکیه کې د اق قویو د اټومي انرژۍ د بټۍ  او ترک جریان  د انرژۍ په پروژې هم خبرې شوي دي.

دواړو مشرانو د اړیکو د نورمالیدو  او په چټکه توګه  د ودې  له امله  خوښي څرګنده کړه.



اړوند خبرونه