د ترکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ناټو سازمان مشر سره لیدنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو عمومي مشر ینس ستولتنبرګ چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی حضور ته قبول کړ.

568075
د ترکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ناټو سازمان مشر سره لیدنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو عمومي مشر ینس ستولتنبرګ چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی حضور ته قبول کړ.

د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ  د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې پرون د ماښام په ساعتونو کې  انقرې ته راغی.

د ناټو مشر په انقره کې لومړی  د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه وکړه.

په لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم شتون درلود.

د ناټو مشر ستولتنبرګ به نن  لومړی  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره  او وروسته  د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم سره  لیدنه وکړي.

د ناټو مشر ستولتنبرګ  د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې نه وروسته د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې « ډیره ګټوره لیدنه وه. ناټو سازمان د ترکیې حکومت او ملت نه  او د قوي ډیموکراسۍ نه پوره ملاتړ کوي. »


پيوندونه: #ترکیه , #ناټو , #اردوغان

اړوند خبرونه