ترکیه او امریکا د وای پي جي ترهګرې ډلې په مسله کې په تفاهم ندي رسیدلي

د ولسمشر ویاند : امریکا د یوې ترهګرې ډلې د ځپولو په خاطر بله ترهګره ډله قوي کوي

566633
ترکیه او امریکا د وای پي جي ترهګرې ډلې په مسله کې په تفاهم ندي رسیدلي

د ترکیې  او امریکا  متحده ایالتونو ترمنځه په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د عسکري څانګې وای پي جي  ترهګرې ډلې  په اړه  تر اوسه تفاهم  ندی  شوی.

دا څرګندونې  د ترکیې د ولسمشر ویاند  ابراهیم قالن  د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل چې ترکیه  سوریې په شمال کې د حلب ښار د منبیج ولسوالۍ نه په کامله توګه د وای پي جي ترهګرې ډلې  په ویستو  ټینګار ته دوام ورکوي. امریکا  متحده ایالتونه بیا  وای پي جي د فرات نهر  ختیځ لورې ته د په شا کیدو ادعا کوي. دا ادعا باید  زمونږ د سرچینو لخوا هم  تایید شي چې تر اوسه پورې داسې کوم ګام اوچت شوی ندی. وای پي جي  په منبیج سیمه کې  خپل شتوالي ته دوام ورکوي.

ویاند وویل « که چیرې  د وای پي جي  ترهګره ډله  فرات نهر  لویدیځ لورې ته د راتیریدو هڅه وکړي  ترکیه به پرې  مخامخ  بریدونه وکړي. »

ویاند  زیاته کړه « هر سړی پدې ښه پوهیږي چې  پي وای ډي او وای پي جي  ترهګرې ډلې  د پې کاکا ترهګرې ډلې عسکري څانګې دي. یوه ترهګره ډله  د بلې ترهګرې ډلې سره  ځپول  او له منځه وړ ناممکنه خبره ده. ترکیه  د سوریې د ارضي تمامیت  او ملي حاکمیت  په نظر کې نیولو  او حفاظت په شرط د داعش پر خلاف د مبارزه  پلوي کوي. »

د ولسمشر ویاند  ابراهیم  قالن  په سوریه کې  د ترکیې د وسله والو ځواکونو روانو عملیاتو ته په اشارې سره وویل  چې  ولسمشر رجب طیب اردوغان په چین کې د جي شل سرمشریزې په چوکاټ کې ، د امریکا ولسمشر باراک اوباما  او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سوریې د حلب  د مسلې په اړه جلا لیدنه وکړه.

ویاند  ددې پوښتنې په ځواب کې چې په حلب کې به  څه وخت اوربند  اعلان شي؟ داسې وویل ، د اوربند د نهايي تړون  په تمه یو، زمونږ هیله او امید دادی چې  چې اختر نه دمخه  اوربند اعلان شي.

ویاند  زیاته کړه چې  په سوریه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا  پيل شوي عسکري عملیات په بریالي توګه پر مخ روان  دي او د روسیې ولسمشر پوتین هم  ددې عملیاتو نه د ملاتړ اعلان وکړ. هغه وویل چې ددې عملیاتو په پایله کې  د ترکیې او سوریې په پوله کې د پولې نه پورې غاړه  ټولې سیمې د داعش ترهګرې ډلې نه  تصفیه او پاکې شوي دي.

ویاند په چین کې جوړه شوې د جي شل  په سرمشریزه کې د ولسمشر اردوغان  د اجندا په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « ولسمشر اردوغان د  جي شل سرمشریزې په چوکاټ کې د نړۍ د مشرانو سره  لیدنې وکړې . پدې لیدونو کې ډیری  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  او کډوالو په روانې ستونزې خبرې وشوې. ولسمشر اردوغان د نړۍ مشرانو ته  د جولای د ۱۵ مې کودتا په اړه هم معلومات ورکړل. د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په اړه يي معلومات ورکړل. ډیره ګټوره  سرمشریزه وه. »

د ولسمشر ویاند  د اروپايي ټولنې لخوا د ترکیې وګړو ته  د ویزې د معافیت د مسلې د ځنډیدو د ادعاګانو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  « د ویزې د معافیت بهیر باید هر څه ژر پیل شي. د روان کال ترپایه نیټه ورکول ناممکنه خبره ده . پدې بهیر باید هر څه ژر کار پیل شي. د نوموړې مسلې په اړه  باید ووایو چې  د کډوالو بیرته منل د ویزې د معافیت  په بدل کې  د امکان وړ دي. پدې اړه ولسمشر اردوغان  د فرانسې ، جرمني او ایټالیا د مشرانو سره  هم  په لیدنه کې خبرې وکړې. »



اړوند خبرونه