اردوغان : ترکیه مجبوره ده چې په سیمه کې خپل قوي شتوالی ټولو ته ښکاره کړي

اردوغان په چین کې د خپلو لیدونو کتنو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل

566674
اردوغان : ترکیه مجبوره ده چې په سیمه کې خپل قوي شتوالی ټولو ته ښکاره کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه مجبوره ده  چې په سیمه کې خپل قوي شتوالی  ټولو ته  ښکاره کړي.

ولسمشر اردوغان  په چین کې جوړه شوې د جي شل سرمشریزې نه د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان  وویل چې  د امریکا ولسمشر باراک اوباما  په ځانګړې توګه  د سوریې رقه ښار  د داعش ترهګرې ډلې  نه  د تصفیه کولو په خاطر د ترکیې نه  د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه وویل چې  د رقه د ښار په تصفیوي عملیاتو کې باید ترکیه او امریکا  په ګډه حرکت وکړي.

ولسمشر اردوغان  وویل «  د رقه ښار  د مسلې په اړه مو د امریکا سره خبرې وکړې، دا چې پدې اړه  څه کولی شو دا به د مذاکراتو په پای کې معلوم شي. خو ترکیه  مجبوره ده چې په سیمه کې خپل قوي شتوالی  ټولو ته ښکاره کړي. که چیرې  په شا ګام پورته کړو  په سوریه کې  د داعش نه  تصفیه شوې سیمې  به  بیرته  د داعش، پي وای ډي او وای پي جي په څیر ترهګرو ډلو لاسته  وغورځیږي. ورته  ګواښونه په عراق کې هم شتون لري. د پې کاکا ترهګره ډله  په عراق کې هم  د سیمو  د نیولو په لټه کې ده . لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د عراق په موصل  او شمال کې تلعفر سیمه کې ترکمنان  ژوند کوي. دا چې سبا په هغه سیمو کې څه پیښیږي  هیڅ معلوم  ندي.»

ولسمشر اردوغان  د ترکیې د وسله وال پوځ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  د جولای د ۱۵ کودتا ناکامې هڅې نه  وروسته  د پخوا په پرتله  لا قوي او غښتلي  دي. د ترکیې وسله والو ځواکونه  نن ورځ  په عینې حال کې د داعش، پې کاکا، پي وای دي، وای پي جي  او فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  پر خلاف مبارزه کوي او د ټولو پر خلاف يي جلا جلا جبهې پرانیستې دي.

د ترکیې وسله وال پوځ  د ټولو پر خلاف  د قوي مبارزې  د طاقت او قدرت  صاحب  دی.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د کودتاچي  عسکرو د نیولو نه وروسته  اردو  لا پسې قوي او غښتلې شوې ده . عسکرو  په ځان  باور او اعتماد  لوړ شوی دی . د جرابلس  عسکري عملیات ددې مسلې ښکاره بیلګه ده.

ولسمشر اردوغان وویل چې د جي شل سرمشریزې په چوکاټ کې  د اوباما سره په لیدنه کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر فتح الله ګولن ترکیې ته د سپارولو په مسلې هم خبرې کړي دي.

هغه وویل چې  ددینه مخکې مو په انقره کې د امریکا د مرستیال ولسمشر بایدن سره  او په چین کې د ولسمشر اوباما سره  پدې اړه خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې اوباما  سره مې په لیدنه کې  وویل چې فتح الله ګولن  په امریکا کې  په خپله مالکخانه کې  اوس هم  د خپل ترهګریز ګوند د غړیو سره  لیدنې کتنې کوي او مرکې کوي. هغه وویل چې د اوباما  نه يي  فتح الله ګولن ترکیې ته د سپارولو  او پدې اړه د محکمې د حکم  او پریکړې پورې نوموړی  ونیسي . ولسمشر اردوغان وویل چې اوباما ته مې په ښکاره توګه وویل چې  یا لوی ترهګر فتح الله  ګولن مونږ  ته راوسپارئ  او یا يي  زندان ته واچوئ.

ولسمشر اردوغان وویل چې د جي شل سرمشریزې په چوکاټ کې د چین د لومړۍ وزیرې مرکل سره هم  ولیدل. په لیدنه کې  د ترکیې لپاره د اروپا د ویزې د معافیت په مسلې خبرې وشوې. تمه کیږي چې  د روان کال تر پایه دا مسله یو طرفه شي.

ولسمشر اردوغان  د جرمني په خبري رسنیو کې د هغه خبر په اړه چې  اردوغان مرکل په ګونډو کړه  سخت غبرګون څرګند کړ. هغه وویل  چې نه  مونږ  چاته په ګونډو کیدو ته  اړتیا لرو نه بل څوک  مونږ ته په ګونډو کیدو ته اړتیا لري. د خپل هیواد لومړۍ وزیرې په اړه داسې خبرونه خپرول په اصل کې د هغوې د سویې  ښکارندويي کوي.



اړوند خبرونه