ولسمشر اردوغان هیواد ته راستون شو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې  د جي شل په سرمشریزه کې د ګډون په موخه چین ته تللی وو هیواد ته راستون شو.

566181
ولسمشر اردوغان هیواد ته راستون شو
cumhurbaşkanı yurda döndü1.jpg

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې  د جي شل په سرمشریزه کې د ګډون په موخه چین ته تللی وو هیواد ته راستون شو.

د ولسمشر رجب طیب اردوغان او ورسره مل هیت نه  د انقرې په هوايي ډګر کې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو  ، د انقرې والي  محمد کلچلر د پولیسو عمومي مشر محمود قره ارسلان او نورو چارواکیو هر کلی ووایه.

د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې  د هغه میرمن امنې اردوغان ، د لومړي وزیر مرستیال محمد شمشک، د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق، د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي او د ملي استخباراتو مشر حکان  فیدان ملګرتیا کوله.

ولسمشر اردوغان  د چین نه د جلا کیدو نه مخکې  په خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان  پدې غونډه کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل « ترکیې  د ډیر پخوا  نه  په سوریه کې د باامنه سیمې د جوړولو وړاندیز کړی وو خو  نړۍوالې ټولنې پدې برخه کې هیڅډول  کوم ګام اوچت نکړ. ددې په مقابل کې ځیني هیوادونه  د سوریې په جګړه کې  دخیل شول  او دا جګړه  او بحران يي لا پسې  ژور کړ.»

ولسمشر اردوغان  د کډوالو مسلې ته په اشارې سره وویل « له بده مرغه چې لویديځه نړۍ د کډوالو  په مسله کې ناکامه شوه، د کډوالو په امتحان کې پاتې راغله، ترکیه نن ورځ د څه باندې  ۳ میلیونو تنو سوري او عراقي کډوالو کوربه توب کوي.ترکیې پدې کډوالو څه باندې  ۲۵ میلیارده ډالره په مصرف رسولي دي »

ولسمشر اردوغان په ترکیه کې د جولای په ۱۵مه  د رامنځته شوې ناکامې کودتا نه  د ترهګرې  د یو نوي ډول په توګه یادونه وکړه  او وویل «  د جولای په ۱۵ مه نیټه د ترکیې د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د ځای په ځای شوو یوې ډلې ترهګرو لخوا د کودتا ناکامه هڅه وشوه. »

هغه وویل چې  د ترکیې  ملت  د کودتا او کودتاچیانو په مقابل کې  داسې شهامت او میړانتیا  وښودله چې په نړۍ کې ساری نلري. هغه وویل چې په خپل ملت ویاړي. هغه زیاته کړه چې  د کودتا په شپه  د تلویزیون له لارې په ملت  د کودتاچیانو پر خلاف میدانونو ته د راوتو غږ وکړ چې  ملت  سمدلاسه ورته  لبیک ووایه او میدانونو ته  راووتل. هغه وویل چې کودتاچیانو  د جنګي الوتکو ، چورلکو او ټانکونو سره  په ملکي وګړو  او د ډیموکراسۍ  په ملاتړ کوونکو  بریدونه وکړل او ۲۴۶ تنه يي په شهادت ورسول. هغه وویل چې ترک ملت د ډیموکراسۍ په مبارزه کې ستر بری ترلاسه کړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا طراح  او پلان جوړونکی د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان نن ورځ د نړۍ په ۱۷۰ هیوادونو کې  فعالیت کوي.

مونږ  پدې ټولو هیوادونو غږ کوو او خبرداری ورکوو چې  هوښیار اوسئ  او د دقت نه کار اخلئ. تاسې هم  زمونږ په څیر  د فلاکت سره  مخامخیدی شئ.

ولسمشر اردوغان  ترهګرو سازمانو او ډلو ته په اشارې سره وویل چې  « داعش ، پې کاکا، پي وای ډي او وای پي جي په څیر  ډلې او سازمانونه  یو شان  ترهګرې ډلې دي. ددوی ترمنځه  توپیر شتون نلري، ښه ترهګر او بد ترهګرو شتون نلري. هر هغه څوک چې د ترهګرو ترمنځه توپیر وکړي  او ووايي چې ستا ترهګر خراب او زما  ښه  دی  همدا ښه ترهګرو یوه ورځ د هغوې لپاره  په بلا او د سر په درد  بدلیږي. »

ولسمشر اردوغان د سوریې په خاوره کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا روانو عملیاتو ته په اشارې سره وویل « ترکیې د اګست په ۲۴مه د سوریې په شمال کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د پیل کړو عملیاتو نه  د سوریې په ارضي تمامیت  مداخله نده، یواځې او یواځې  د ترهګرې ډلې چې ټوله نړۍ ترینه پزې ته راغلې مبارزه ده. »

ولسمشر اردوغان وویل چې د جي شل سرمشریزې په چوکاټ کې  یو زیات شمیر لیدنې کتنې وکړې . هغه وویل چې  د ترکیې په توګه  نړۍوالې سوداګریز ودې ته  ډیر اهمیت ورکوو. نړۍوال سوداګریز  پر وړاندې ټول خنډونه باید  له منځه یوړل شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د جي شل سرمشریزه ډیره ګټوره  او په ښه فضا کې تیره شوه.

هغه وویل چې د سرمشریزې پر مهال يي په ترکي او انګلیسي ژبه چاپ شوی  د جي شل د انتالیا د سرمشریزې چاپ شوي کتابونه  د نړۍ مشرانو ته  ورکړل.



اړوند خبرونه