ترکیې هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې ترهګرو ته ستر ګوزار ورکړ

ترکیې  د وسله والو ځواکونو اړوند جنګي الوتکو د عراق په شمال کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې په هډو او پټنځایونو  درانده بریدونه وکړل.

565885
ترکیې هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې ترهګرو ته ستر ګوزار ورکړ

ترکیې  د وسله والو ځواکونو اړوند جنګي الوتکو د عراق په شمال کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې په هډو او پټنځایونو  درانده بریدونه وکړل.

د ترکېې  ستردرستیزوالۍ  تیره شپه  د عراق په شمال کې  د ګارا  په سیمه کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې په هډو او پټن ځایونو د پراخه هوايي بریدونو نه  خبر ورکړ. لوی درستیزوالۍ ویلي دي چې پدې عملیاتو کې  لږ تر لږه  ۳۰ تنه  ترهګر وژل شوي دي چې په منځ کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  جګپوړي چارواکي هم شتون لري.

لوی درستیزوالۍ  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  تیره ورځ  د ترلاسه شوو راپورونو او د بې پيلوټه الوتکو لخوا د ترلاسه شوو معلوماتو په رڼا کې  د عراق په شمال کې  د ګارا په سیمه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې  په هډو او پټنځایونو هوايي بریدونه ترسره شول.

ستر درسیتزوالۍ ویلي دي چې  د نوموړو هوايي عملیاتو په ترڅ کې  تثبیت شوي  دوه  هدفونه په کامله توګه له منځه وړ شوي دي.

دا پدې وروستیو کې د پې کاکا ترهګرې ډلې ته  تر ټولو  ستره  ضربه  وه  چې ورکول کیږي.



اړوند خبرونه