ترکیې د کابل بریدونه په کلکو ټکو وغندل

ترکیې  د افغانستان په پلازمینه  کابل کې  د ملي دفاع وزارت په پرسونل  او  په خیریه موسسې  ترسره شوي  ځانمرګي بریدونه په کلکو ټکو وغندل.

565972
ترکیې د کابل بریدونه په کلکو ټکو وغندل

ترکیې  د افغانستان په پلازمینه  کابل کې  د ملي دفاع وزارت په پرسونل  او  په خیریه موسسې  ترسره شوي  ځانمرګي بریدونه په کلکو ټکو وغندل.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په خواشینۍ سره مو  پرون  د مازیګر په ساعتونو کې په کابل کې د ملي دفاع وزارت په مخکې  د غبرګو چاودنو په اړه چې له امله يي نږدې ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ۹۲ تنه نور ټپیان شوي دي  خبر ترلاسه کړ.

ترکیه  دا بریدونه  په کلکو ټکو غندي  او د پیښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته  د عاجلې شفاء ، د قربانیانو کورنیو او افغان حکومت او ورور  ملت ته  د جمیل صبر غوښتنه کوو  او غم شریکي ورسره کوو.

د ترکیې  حکومت  پوره باور لري  چې  دا ډول  منفور  بریدونه به د افغانستان حکومت او ورور او دوست افغان ملت  چې  د مختلفو امتحانونو نه  تیریږي  هیڅوخت  ضعیفه  نکړي  . افغانستان چې د نړۍوالې ټولنې په مرستې  د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې ، د هیواد  د ودې او پراختیا په برخه کې  د پام وړ پرمختګ کړی دی په همدې شان به پرمختګ ته دوام ورکړي.

ترکیه  پدې بهیر کې د ورور او دوست هیواد افغانستان سره  همغږۍ او همکارۍ ته دوام ورکړي  او د افغان ملت نه خپل قوي ملاتړ اعلانوي.



اړوند خبرونه