د عملياتو ۱۱مه ورځ
د سوريې په شمال كې د تركيې د وسله وال پوځ په ملاتړ د آزادې سوريې د اوردو لخوا د نظامي عملياتو په ۱۱مه ورځ د د جرابلس په شاوخوا سيمو كې ۱۱ كلي د داعش له اورپكو تصفيه شوي دي.
د سوريې په شمال كې د تركيې د وسله وال پوځ په ملاتړ د آزادې سوريې د اوردو لخوا د نظامي عملياتو په ۱۱مه ورځ د د جرابلس په شاوخوا سيمو كې ۱۱ كلي د داعش له اورپكو تصفيه شوي دي.
د وسله وال پوځ لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د عملياتو په سيمه كې د تركيې د ټانكونو او توپونو لخوا ۲۰ هدفونه ويشتل شوي دي.
په اعلاميه كې راغلي دي چې په سوريه كې د فرات د سپر د عملياتو د پيل راهيسې د داعش په ۳۰۰ هدفونو باندې ۱ زرو ۳۰۶ توغندي توغول شوي دي.
وسله وال پوځ چې د تركيې د سرحد په سويل كې د امنيتي ګواښ د له منځه وړلو په موخه په سوريه كې د نړيوال ايتلاف سره په ګډه عمليات كوي، د ملكي وګړو د تلفاتو د مخنيوي په موخه هر ډول تدابير نيولي دي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.