نن سولې ورځ ده.

نن د سپتمبر لومړۍ نېټه د نړۍ په يو زيات شمېر هېوادونو كې د سولې د ورځې په توګه لمانځل كيږي.

563415
نن سولې ورځ ده.

 

نن د سپتمبر لومړۍ نېټه د نړۍ په يو زيات شمېر هېوادونو كې د سولې د ورځې په توګه لمانځل كيږي. دا ورځ د هېټلر په مشرۍ د نازي جرمني لخوا پر پولنډ باندې د بريد د ورځې د كليزې سره اړخ لګوي چې د تركيې په ګډون د پخواني شوروي اتحاد د يو زيات شمېر هېوادونو لخوا د سولې د ورځې په توګه لمانځل كيږي.

د دويمې نړېوالې جګړې د پاى ته رسېدلو نه وروسته د ورته خونړي ناورين د مخنيوي په موخه د ملګرو ملتونو په څېر د يو نړيوال سازمان د جوړېدلو په برخه كې ټول هېوادونه سره همغږي شول. په دې ډول د تېرو څه كم ۷۰ كلونو په اوږدو كې د بلې نړيوالې جګړې مخه ونيول شوه خو بيا هم يو زيات شمېر سيمه ايزې جګړې او ناوخوالې اوس هم دوام لري. د ملګرو ملتونو په چوكاټ كې د امنيت شورا چې اجرايوي صلاحيت لري د ۵ دايمي غړو په انحصار كې ده. ددې شورا پر جوړښت باندې د يو زيات شمېر هېوادونو د نيوكو سره سره اوس هم فعاليت لري. ددې امله د يو زيات شمېر نړيوالو ستونزو د آواري په برخه كې دا شورا پاتې راغلې ده. د بېلګې په ډول د فلسطين ستونزه د ۴ دايمي غړيو د ويتو د حق له امله اوس هم دوام لري.

ددې شورا پر جوړښت باندې د لومړي ځل لپاره د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان نيوكې وكړې. د اردوغان مشهوره جمله چې `` نړۍ تر ۵ لويه ده`` اوس د يو زيات شمېر نورو هېوادونو لخوا هم ترې ملاتړ كيږي.

پدې هيله چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا چې د نړۍ امنيت ور په غاړه دى په ديموكراتيكه فضا كې بدلون ومومي او د مساواتو د اصل پر اساس په بېطرفانه توګه د نړۍ د سولې لپاره كار وكړي.

پدې ډول د سپتمبر لومړى د نړۍ د سولې د ورځې له امله ټولو ته مباركي وايو.



اړوند خبرونه