د تركيې د بورسونو نهايي پايلې اعلان شوې.

د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوماندو زده كوونكو نهايي پايلې پرون اعلان شوې.

563538
د تركيې د بورسونو نهايي پايلې اعلان شوې.

 

د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوماندو زده كوونكو نهايي پايلې پرون اعلان شوې. پدې ډول هغه نوماند چې پخوا ورسره په كابل كې د تركيې د سفارت په مقر كې او په مزار شريف كې د تركيې د قونسلګرۍ په مقر كې ملاقات يا انټرويو شوې وي، پايلې يې ورته په برېښناليك لېږل شوي دي.

هغو نوماندو چې په انټرويو كې ګډون كړى وو كولاى شي چې پايلې د خپلو برېښناليكونو له لارې وګوري.

د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نومليكنې بهير چې شاوخوا ۵ مياشتې وړاندې پيل شوى وو، پدې ډول يې وروستى بهير هم پاى ته ورسېد.

ټاكل شوې ده چې بريالي محصلين به د روان كال د سپتمبر د مياشتې تر پايه پورې تركيې ته راوړل شي او په اړوندو پوهنتونونو كې به ځاى پر ځاى شي.

د تركيې تحصيلي بورسونو ته سږ كال له ټولې نړۍ څه باندې ۱۰۲ زره كسانو مراجعه كړې وه چې شاوخوا ۵۰۰۰ تنو ته يې بورسونه وركړل شوي دي.

ويل كيږي چې افغانستان ددې هېوادونو ترمېنځ تر سوريې وروسته دويم هېواد دى چې زيات بورسونه يې ترلاسه كړي دي. 

په سږني تعليمي كال به ۳۷۰ تنه افغان محصلين تركيې ته د زده كړو لپاره راشي.



اړوند خبرونه