نن په تركيه كې د بري ورځ ده.
پوره ۹۴ كاله واندې د اګست د مياشتې په ۳۰مه نېټه د تركيې د خپلواكۍ د جګړې پر مهال د يرغلګرو ځواكونو پروړاندې تر ټولو ستر برى په همدې ورځ ترلاسه شوى دى.
پوره ۹۴ كاله واندې د اګست د مياشتې په ۳۰مه نېټه د تركيې د خپلواكۍ د جګړې پر مهال د يرغلګرو ځواكونو پروړاندې تر ټولو ستر برى په همدې ورځ ترلاسه شوى دى.
دا ورځ په ټول هېواد كې عمومي رخصتي ده او د شانداره مراسمو په ترڅ كې لمانځل كيږي.
ولسمشر اردوغان نن سهار د تركيې د جمهوريت د موسس غازي مصطفى كمال اتاترك په مزار كې د نوموړي روح ته احترام وړاندې كړ او د خاطراتو په كتاب كې يې داسې وليكل:
`` د جولاى په ۱۵مه نېټه د كودتا په شپه ملي اراده زموږ د ډاډ وړ تر ټولو لويه سرچينه ده.``
اردوغان په خپل پيغام كې د ترهګرو ډلو د خاينانه بريدونو سره سره د روښانه راتلونكې پر لور د ډاډ وړ ګامونو په پورته كولو باندې ټينګار وكړ.
ټاكل شوې ده چې ولسمشر اردوغان به نن ماښام د ولسمشرۍ په ماڼۍ كې د جولاى د ۱۵مې نېټې د شهيدانو د كورنيو سره په ګټه مېلمستيا كې ګډون وكړي.
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.