اردوغان : د ترهګریزو سازمانونو پر خلاف روانه مبارزه به ددوی د ریښو د وچولو پورې دوام وکړي
ولسمشر اردوغان د غازي انتب ولایت نه لیدنه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د پې کاکا او داعش ترهګرو سازمانونو پر خلاف به روان عملیات د نوموړو د ریښو د وچولو پورې په همدې شان دوام وکړي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د غازي انتب په ولایت کې د ملي یووالي او ورورولۍ په غونډه کې وکړې. د ویلو ده چې د اګست په شلمه نیټه داعش ترهګرې ډلې په غازي انتب ولایت کې د واده په مراسمو ځانمرګی برید وکړ چې له امله ۵۴ تنه مړه او څه باندې ۶۰ تنه نور ټپیان شول.
ولسمشر اردوغان پرون لومړی د نوموړی پیښې د قربانیانو د کورنیو ، د واده والا او د ټپیانو نه لیدنه وکړه او وروسته د یووالي او ورورولۍ په غونډه کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان پدې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې « ترکیه هیڅوخت ترهګرو سازمانونو ته تسلیم شوې نده او ددېنه وروسته به هم تسلیم نشي. ولسمشر زیاته کړه چې د اګست په شلمه د واده په مراسمو د برید اصلي هدف په هیواد کې ټولنیز بحران رامنځته کول وو. »
هغه وویل چې داعش ترهګرې ډلې په قصدي ډول سره دا برید د کورد میشته سیمې وکړ . هغوې غوښتل چې ددې ډول برید سره په ټولنه کې بحران رامنځته کړي او د ټولنې د خلکو ترمنځه ستونزې رامنځته کړي خو د شکر ځای دی چې دې چټلې موخې ته ونه رسیدل.
ولسمشر اردوغان په سوریه کې د جرابلس عملیاتو ته په اشارې سره وویل « د جرابلس د سیمې اصلي خاوندان او میشت خلک سیمې ته راګرځي . په غازي انتب کې میشت د جرابلس خلکو ته وایو، هر هغه څوک چې وغواړي خپل کور او کلي ته ستون شي هر ډول مرسته به ورسره وشي.»
ولسمشر اردوغان په وینا کې د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ناکامې کودتا نه هم یادونه وکړه.
په غونډه کې ګډون کوونکو په زرګونو تنو « د خاینینو لپاره اعدام غواړو » په څیر د شعارونو په ځواب کې وویل چې « د اعدام په اړه پریکړه د ولسي جرګې کار دی. دا پریکړه به ولسي جرګه کوي. ستاسې دا غوښتنه ما په خپله ولسي جرګې ته وړاندې کړې ده . که چیرې ولسي جرګه د اعدام اړوند قانون تصویب کړي ، زه به يي سمدلاسه توشیح کړم. »
ولسمشر اردوغان د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف روانې مبارزې ته په اشارې سره وویل « د هیواد سربیره په نړۍ کې به د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان ریښې وچې کړو. د نړۍ د هیوادونو سره مو د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر وړاندې د مبارزې په خاطر تماس نیولی دی. نړۍ ولسمشرانو سره په تماس کې هغوې ته په سراحت سره ویلي دي چې انتخاب د هغوې په لاس کې دی، د ترکیې پلوي کوي او که د فتح الله ګولن .
ولسمشر اردوغان وویل چې د ترهګریزو سازمانونو نومونه جلا جلا دي خو هدف يي یو دی. ټول د یو ځای لخوا سوق او اداره کیږي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.