د اردوغان – پوتين ټېلفوني خبرې

د تركيې – روسيې ترمېنځ د اړيكو د نورمالېدو بهير په چټكۍ سره مخ پر وړاندې روان دى.

560080
د اردوغان – پوتين ټېلفوني خبرې

 

ولسمشر رجب طيب اردوغان نن د خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره د ټېلفون پر كرښه خبرې وكړې.

دواړو مشرانو د دوه اړخيزو اړيكو سربېره په سوريه كې د روانو حالاتو، د سوريې د جرابلس په ښارګوټي كې د ` فرات د سپر` د عملياتو او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه بحث وكړ.

اردوغان په سيمه كې د امنيت او ثبات د ټينګښت لپاره د داعش په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو سره د ګډې مبارزې پر اهميت باندې ټينګار وكړ.

د ولسمشرۍ د خبري سرچينو د معلوماتو پر اساس دواړو مشرانو د انقرې- مسكو ترمېنځ د اړيكو د نورمالېدو د بهير په دوام هم ټينګار وكړ.

د خبرو په ترڅ كې د سوريې د حلب ښار ته د بشري مرستو د لېږدولو د چارو په اړه هم مطابقت وښودل شو.

ټاكل شوې ده چې دواړه مشران به په چين كې د جي – ۲۰ د  غړو هېوادونو په سرمشريزه كې سره دوه اړخيزه ليدنه هم وكړي.



اړوند خبرونه