د اپوزيسيون د مشر د موټرو پر كاروان بريد

د تركيې په شمال ختيځ كې د خلكو د جمهوري ګوند “CHP” د مشر كمال قلچدار اوغلو د موټرو پر كاروان باندې د ترهګرو لخوا بريد وشو.

559385
د اپوزيسيون د مشر د موټرو پر كاروان بريد

 

د تركيې په شمال ختيځ كې د خلكو د جمهوري ګوند “CHP” د مشر كمال قلچدار اوغلو د موټرو پر كاروان باندې د ترهګرو لخوا بريد وشو.

دا بريد چې د تركيې په وخت نن له غرمې وروسته  د پې كا كا د ترهګرې ډلې د منسوبينو لخوا ترسره شو، په پايله كې يې يو تن سرتېرى شهيد شو.

د موټرو د كاروان ساتونكو ځواكونو په سيمه كې د ترهګرو سره نښته وكړه چې پكې دوه تنه سرتيري ټپيان شوي هم دي.

د هېواد د كورنيو چارو وزير افكان اعلى وويل چې دا بريد پې كا كا د ترهګرې ډلې د اروپكو لخوا ترسره شوى دى او په سيمه كې عمليات روان دي.

د “CHP” د ګوند مشر د امنيتي ځواكونو لخوا امنې سيمې ته لېږدول شوى دى او روغتيايي حالت يې هم ښه دى.

د بله پلوه ولسمشر رجب طيب اردوغان او لومړي وزير بنعلي ييلدرم هم د قلچدار اوغلو سره د ټيلفوني خبرو په ترڅ كې د نوموړي سره خواخوږي وښودله.

 

د خلكو د جمهوري ګوند “CHP” د تركيې په پارلمان كې د عدالت او پراختيا له ګونده وروسته تر ټولو زيات وكيلان لري او د تركي حكومت د اپوزيسيون مشري هم پر غاړه لري. 


پيوندونه: #تركيه

اړوند خبرونه