د ترکیې ځانګړو ځواکونو په سوریې عملیات پیل کړل

د ترکیې د وسله وال پوځ د مشترکو ځانګړو ځواکونو  د نړۍوال ایتلاف په هوايي مرسته  د سوریې د حلب ښار د جرابلس  سیمه  د داعش ترهګرې ډلې نه  د پاکولو په موخه تصفیوي عملیات پیل کړل.

557907
د ترکیې ځانګړو ځواکونو په سوریې عملیات پیل کړل

د ترکیې د وسله وال پوځ د مشترکو ځانګړو ځواکونو  د نړۍوال ایتلاف په هوايي مرسته  د سوریې د حلب ښار د جرابلس  سیمه  د داعش ترهګرې ډلې نه  د پاکولو په موخه تصفیوي عملیات پیل کړل.

لومړی  د جرابلس  په سیمه متقابل  ځوابي د توپخاني  بریدونه پیل شول.

په جرابلس  د توپخانې  د بریدونو نه وروسته  هوايي  بریدونه ترسره شول.

د نوموړو عملیاتو  په ترڅ کې  د مخکې نه تثبیت شوي  د داعش  هدفونه  له منځه یوړل شول.

د ترکیې وسله وال پوځ  نن  چهارشبنه  د اګست ۲۴ مه  د سهار په ۴ بجو د سوریې د جرابلس په ښار عملیات پیل کړل. دا عملیات  د ترکیې  پولې  د ترهګرو عناصرو نه  د پاکولو  او د ترکیې د ارضي حاکمیت نه د دفاع په خاطر  پيل شوي دي.

د ترکیې  وسله وال پوځ چې  په فعاله توګه  د داعش ترهګرې ډلې سره مبارزه کوي  د یادې شوې ترهګرې ډلې سره  د نړۍوال ایتلاف د مبارزې نه هم  قوي ملاتړ کوي.

د ویلو ده چې ددې عملیاتو نه موخه  د ترکیې پر لورې  د کډوالۍ د احتمالي څپې مخنیول، د سیمې ملکي وګړو ته  انساني مرستو رسول او سیمه  د ترهګرو نه پاکول دي.

دا عملیات  د نړۍوالې ټولنې  سره د همغږۍ او همکارۍ په چوکاټ کې  په ترکیه کې د معصومو او بې ګناه ملکي وګړو د امنیت د تامینولو  او د ترهګرو د لمنځه وړو په خاطر  ترسره کیږي.

د یادولو وړ ده چې  داعش ترهګرې ډلې  پدې وروستیو کې ترکیې ته ستر ګواښ مخامخ  کړی دی . داعش ترهګرې ډلې  د تیرو څو میاشتو په دننه کې په ترکیه کې  د پام وړ خونړي بریدونه وکړل چې له امله يي په سلګونو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ او په سلګونو تنه نور ټپیان شول.

دې ترهګرې ډلې  د تیرې خالي په ورځ  په ترکیه کې د واده په مراسمو کې  خونړی برید وکړ چې له امله يي  لږ تر لږه  ۵۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ  او ۶۹ تنه نور ټپیان شول. د وژل شوو کسانو  د نیمايي نه ډیر  ماشومان  او ښځې  وې.

د همدې امله  ترکیې  د مشروع  مدافع حق نه په استفادې سره   د خپلو هیوادوالو د امینت  په خاطر  د سوریې په جرابلس ښار عملیات پیل کړل. د ترکیې ځانګړي ځواکونه  د جرابلس سیمې ته  ننوتل. 



اړوند خبرونه