ترکیې  د اتریش نه خپل سفیر  هیواد ته راستون کړ

ترکیې د اتریش نه خپل سفیر هیواد ته راوغوښت

557150
ترکیې  د اتریش نه خپل سفیر  هیواد  ته  راستون کړ

ترکیې  د اتریش نه خپل سفیر  هیواد ته راوباله.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو وویل چې  د اتریش سره  د نورمالو اړیکو  او همکارۍ  دوام ناممکنه ښکاري.

وزیر چاوش اوغلو وویل چې  « ترکیې د اتریش نه خپل سفیر د سلا مشورو او د نوموړي هیواد سره په اړیکو د بیا کتنې په خاطر  هیواد ته  راستون کړ . »

د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  دا څرګندونې  د مالدیف  د بهرنیو چارو وزیر اندري ګالبور سره  د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري ناسته کې وکړې.

وزیر چاوش اوغلو وویل چې  اتریش پدې وروستیو کې د اسلام او بهرنیانو د دښمنیو سربیره  د توکم پالنې او افراطیت په مرکز بدل شوی دی .

د اتریش د حکومت لخوا د هیواد سربیره په اروپا کې  د ترکیې پر خلاف  پروته شوي ګامونه، په اروپايي ټولنه کې د پوره غړیتوب په خاطر د ترکیې د مذاکراتو په بهیر د بیا کتنې وړاندیز  او د چا خبره  ترکیې په مقابل کې د تهدید پر څیر  دریځ غوره کول  د منلو وړ ندي.

هغه وویل لکه څرنګه چې  دې هیواد  د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ناکامې کودتا نه وروسته  د ترکیې نه ملاتړ ونکړ  ددې پر خلاف  يي د ترکیې سره په دښمنۍ  لاس  پورې کړ.

وزیر چاوش اوغلو زیاته کړه چې د اتریش حکومت  په هیواد کې  میشتو ترکانو ته  د ترکیې د حکومت  په ملاتړ  او کودتاچیانو پر خلاف غونډې ته  اجازه ورنکړه.

هغه هیواد  چې  نورو ته  د مظاهرو او غونډو د ازادیو او حقونو په اړه  د درس ورکولو هڅه کوي  پخپله  بیا  د خپلو هیوادوالو نه  د هغوې مسلم  حق  سلبوي.

اتریش  د یو پلو نه  ترکانو ته  د سوله ایز لاریون  اجازه نه ورکوي  د بله پلوه بیا د پې کاکا ترهګرې ډلې  پلویان  راټولوي  او هغوې ته  د ښار په مرکز کې د مظاهرو او لاریون حق ورکوي.

هغه وویل چې «  د اتریش  دا دوه مخې چلند په هیڅډول د منلو وړ ندی . ترکیه  د هغه هیواد چې د ترهګرو نه په ښکاره توګه ملاتړ کوي  په کړنو سترګې پتولی نشي.

د همدې امله  ترکیه پدې قناعت رسیدلې ده چې د اتریش سره د نورمالو اړیکو او همکارۍ  د دوام  زمینه  له منځه تللې ده   او د نوموړي هیواد نه  مو د خپل سفیر د راویستو پریکړه وکړه . »

ترکیې په ویانا کې خپل سفیر  محمد حسن ګوغوش  هیواد ته راوباله.


پيوندونه: #ترکیه , #اتریش

اړوند خبرونه