د سوریې له لورې یو ځل بیا په ترکیې د توغندیو بریدونه وشول
د ترکیې د غازي انتیپ ولایت د قارقمش په ولسوالۍ کې د سوریې له لورې راتوغول شوي توغندي ولګیدل.
د ترکیې د غازي انتیپ ولایت د قارقمش په ولسوالۍ کې د سوریې له لورې راتوغول شوي توغندي ولګیدل.
د یادولو وړ ده چې د سوریې د حلب ښار اړوند د جرابلوس په ولسوالۍ کې د داعش او ازادې سوریې د ځواکونو ترمنځه جګړه روانه ده .
نن د سهار په وختي ساعتونو کې د نوموړې جګړې په ترڅ کې راتوغول شوي دوه توغندي د ترکیې د غازي انتیپ ولایت د قارقمش ولسوالۍ د کارشي یاکا په سیمه کې وغورځیدل.
توغندي د جومات اړوند د ملا امام د کور په باغچه کې غورځیدلي دي.
په پيښه کې له نیکه مرغه چې چاته ځاني زیان ندی اوښتی. د پیښې نه سمدلاسه وروسته پولیس سیمې ته ورسیدل او سیمه محاصره کړه.
همداشان د سیمې په خلکو د کورونو نه د نه راوتو غږ وکړ.
د ترکیې توپچي ځواکونو د نوموړو توغندیو د غورځیدو نه سمدلاسه وروسته په سوریه ځوابي بریدونه پيل کړل. د ترکیې توپچي ځواکونه د جرابلوس په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې په هډو پراخه بریدونه وکړل.
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.