ولسمشر اردوغان د غازي انتیپ د خونړۍ پیښې د قربانیانو وروستۍ شمیره اعلان کړه

ولسمشر اردوغان وویل چې د واده په مراسمو برید د ۱۲ یا ۱۴ کلن ماشوم لخوا شوی دی

556401
ولسمشر اردوغان د غازي انتیپ د خونړۍ پیښې د قربانیانو وروستۍ شمیره اعلان کړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  په غازي انتیپ ولایت کې د تیرې خالي په شپه  د واده په مراسمو ځانمرګی برید  د ۱۲ او یا ۱۴ کلونو د عمر خاوند  ماشوم  لخوا شوی دی .

ولسمشر اردوغان وویل چې  پدې پیښه کې  ۵۱ تنو چې ډیری ښځې او ماشومان دي  ژوند دلاسه ورکړی  او ۶۹ تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه د ۱۷ تنو روغتیايي حالت باریکه دی.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د استانبول د ښاروالۍ د ودانۍ نه د لیدنې نه وروسته وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د واده په مراسمو ځانمرګی برید د غازي انتیپ  د اقدرې په سیمه چې ډیری پکې د سیرت او وان ولایتونو نه راغلي هیوادوال میشت  دي  شوی دی. هغه ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو لخوا د ترسره شوو لومړنیو څیړونو نه  معلومیږي  چې دا برید د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی  دی.

ولسمشر اردوغان  د خپل او ملت په استازیتوب  د پیښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت او ډاډګیرنه  وړاندې کړه او وویل چې  د ملي یووالي، اتحاد او اتفاق نه  د دفاع  په خاطر  باید په ګډه  د ترهګرو  پر وړانډې مبارزه وکړو.

هغه وویل  دې ملت  لکه څرنګه چې  د یو وجود په څیر  د جولای د ۱۵مې د کودتا  پر خلاف  په ګډه  مبارزه وکړه ددې بلا  د دفع کولو پر وړاندې به هم  په ګډه مبارزه وکړي.

ولسمشر اردوغان ترکیې ته د امریکا د مرستیال ولسمشر جو بایدن د سفر  او فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر فتح الله ګولن د اعادې د بهیر اړوند  پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې د فتح الله ګولن د اعادې په اړه  ۸۵ کیلو دوسیې  امریکا ته استولي دي. ولسمشر اردوغان وویل د امریکا  لخوا په نوموړو دوسیو د تحقیقاتو د پیلیدو  مسله ددې لپاره د قناعت وړ نده.  

ولسمشر وویل چې ترکیه او امریکا د مجرمینو د اعادې  تړون لري او امریکا باید ددې تړون له مخې  هر څه ژر لوی ترهګر ګولن ترکیې ته وسپاري. هغه وویل چې د امریکا مرستیال ولسمشر ته به هم  ددې خبرې یادونه وکړي.

ولسمشر وویل چې  تر ننه پورې مونږ  امریکا ته د مجرمینو د اعادې په برخه کې دهغه هیواد نه  د اسناد او یا شواهدو غوښتنه نده کړې. د لاسلیک شوي تړون له مخې مو پرته د قید او شرط نه مجرمین اعاده کړي دي.

مونږ هم  د امریکا  نه د ورته چلند تمه لرو.


پيوندونه: #ترکیه , #اردوغان , #برید

اړوند خبرونه