په ترکیه کې د واده په مراسمو د برید په اړه د نړۍوالې ټولنې غبرګون

نړۍوالې ټولنې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ترکیې سره هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه

556386
په ترکیه کې د واده په مراسمو د برید په اړه د نړۍوالې ټولنې غبرګون

د هیواد د غازي انتیپ  په ولایت کې  په  کلیوال واده کې  د ځانمرګي برید له امله  په اړه  چې  د ډیری  ښځو او ماشومانو په ګډون  ۵۱ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړ  نړۍوالې ټولنې سخت غبرګون څرګند.

د نوموړې  خونړۍ  او ضد انساني  پیښې له امله د روسیې نه تر مصره، د فرانسې نه  تر اذربایجانه  پورې د نړۍ  یو زیات شمیر هیوادونو ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د خواخوږۍ  او تسلیت پيغامونه  راستولي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د نوموړي خونړي او وحشیانه برید له امله  ولسمشر اردوغان ته خواخوږۍ  پیغام  راواستوه.

همداشان  د کرملین ماڼۍ لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې  دوست هیواد ترکیې سره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې  هر ډول همکارۍ او مرستې ته  تیار یو.

امریکا متحده ایالتونو هم  د غازي انتیپ په ولایت کې په واده ترسره شوی ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده.

د سپینۍ ماڼۍ  د ملي امنیت د شورا ویاند  ند پرایس  په غبرګون کې ویلي دي چې 

« جاني  او قاتل ترهګرو  دا ځل  خپله پسته  څیره  د واده په مراسمو د ځانمرګی برید سره  وښوده. په لسګونو تنه يي مړه  او ټپیان کړل.»

پرایس ویلي دي چې  د امریکا  مرستیال ولسمشر جو بایدن به ترکېې ته د خپل سفر پر مهال  د ترکي مقاماتو سره  تر ټولو زیات  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مسلو خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ددې برید نه وحشیانه برید په توګه یادونه کړې او د ترهګرې  ددې ستر فلاکت پر وړاندې انقرې ته د ګډې همکارۍ او مرستې وړاندیز کړی دی .

د امریکا بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې

« د متفق او شریک هیواد ترکیې ترڅنګ  ولاړ یو او د ګډ تهدید ترهګرۍ پر وړاندې  د مبارزې په برخه کې د ترکیې نه  ملاتړ ته دوام  ورکوو . »

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاندا  ، د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون او جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل  دا برید په کلکو ټکو وغنده. ټولو مشرانو د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې نه  د ملاتړ اعلان وکړ.

مصر او اسراییلو هم  دا برید وغنده.

د مصر لخوا په خپور شوي د خواخوږۍ په پیغام کې  ویل شوي دي چې  د مصر خلک پدې حساس وخت کې  د ترکیې د ملت ترڅنګ ولاړ دي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر مارګوت واستروم  دا برید په کلکو ټکو وغنده.

هغه ویلي دي چې  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ترکیې سره هر ډول همکارۍ او مرستې ته حاضر یو.

د شمالي قبرس ترکي جمهوریت  ولسمشر مصطفی اکنجي  هم  دا برید په کلکو ټکو وغنده. هغه په خپور کړي د تسلیت په پیغام کې ویلي دي چې ددې پیښې ټولو قربانیانو ته  د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوم.

د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف  د نوموړې وحشیانه پیښې  له امله ولسمشر اردوغان ته د تسلیت پيغام رالیږلی دی.

علیوف  په رالیږلي پیغام کې  ولسمشر اردوغان ته په خطاب کې ویلي دي . عزیز وروره !  د واده په مراسمو کې  د ځانمرګي برید د خبر د ترلاسه  کولو له امله مې ټکان وخوړ. هغه ترک ملت سره خواخوږي  څرګنده کړې ده.

د ایټالیا ولسمشر سرجو ماتاریلا هم  ولسمشر اردوغان ته د خواخوږۍ  پیغام رالیږلی دی.

هغه  په پیغام کې ددې خبرې په ټینګار  لیکلي دي « د ملکي ټولنو او په ګډه د ژوند کولو دښمنان  دا ترهګر  به  د ارزښتونو، اساساتو او بشري حقونو نه د دفاع په موخه  روانه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې نه مونږ لاس په سر نکړي. »

ایران ، پاکستان، افغانستان، اتریش، ګرجستان، البانیا، رومانیا، سعودي عربستان، اردن، بحرین او قطر دا ترهګریز برید په کلکو ټکو وغنده.

د کاتولیکو مسیحیانو دیني مشر  پاپ فرانسیس د پیښې د قربانیانو لپاره دعا وکړه.

د اروپا د پارلمان ریس  مارتین شولز  هم برید په کلکو ټکو وغنده. هغه په خپور کړي پیغام کې  ویلي دي چې ترهګرو د خوښیو او هیلو په مراسمو د برید سره  خوښي په ماتم  او ناهیلۍ  بدله کړه.

د ملګروملتونو سازمان سرمنشي  بانکي مون  هم  دا برید په کلکو ټکو وغنده.

بانکي مون ویلي دي چې  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  او دا ډول  بریدونو د مخنیوي په برخه کې  د نړۍوالې همکارۍ کچه باید لا پسې لوړه کړې شي.



اړوند خبرونه