ترهګرو تركيه د غم پر ټغر كېنوله.

د تركيې په ختيځ كې د غازي انتب په ولايت كې د واده پر مراسمو باندې د ترهګري بريد په پايله كې لږ تر لږه ۵۰ تنه ووژل شول.

556084
ترهګرو تركيه د غم پر ټغر كېنوله.

 

دا بريد چې د ښار په مركزي سيمه كې د يو ښوونځي په انګړ كې د واده د مراسمو پر مهال ترسره شو، ۷۴ تنه په كې ټپيان شوي دي.

د غازي انتب والي د بريد په اړه وويل چې په داسې شواهد په لاس كې لري چې بريد دې د ځانمرګي بريد كوونكي لخوا ترسره شوى وي.

كه څه هم تر اوسه پورې د بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې خو چارواكي وايي چې دا ډول بريدونه د پې كا كا او داعش د ترهګرو ډلو لخوا ترسره كيږي.

امنيتي سرچينې پدې خونړي بريد كې د داعش د لاس لرو په اړه څېړنې كوي.

د بله پلوه ولسمشر رجب طيب اردوغان او لومړي وزير بنعلي ييلدرم د پېښې په اړه معلومات ترلاسه كړل.

 د بله پلوه ددې زړه بوږنوونكې پېښې د څېړنې په موخه  د لومړي وزير محمد شيمشك په مشرۍ يو پلاوى سيمې ته تللى دى. شيمشك خبريالانو ته وويل چې د بريدونو اصلي موخه په تركيه كې د ثبات او حضور د لمنځه وړل دي. نوموړي همداراز د غازي انتب له خلكو غوښتنه وكړه چې د پاروونكو اعمالو ډډه وكړي.

د شيمشك په وينا په سيمه كې لويې سياسي لوبې روانې دي. د يو ملت په توګه بايد د سليم عقل په كارولو او د يووالي په فضا كې ددې سياسي لوبو مخه به ونيول شي.

شيمشك همداراز د ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه ټينګار وكړ چې دولت به د بريد د قربانيانو غچ واخلي.

دا په داسې حال كې ده چې  په همدې ښار كې پوره ۴ كاله وړاندې په همدې ورځ د پې كا كا د ترهګرې ډلې په يو بريد كې ۱۰ تنه هېوادوال وژل شوي ول.



اړوند خبرونه