د ترکیې  د غازي‌ انیتپ  په ولایت کې  د  واده  په مراسمو کې  چاودنه وشوه.

د ترکېې د غازې انیتپ په ولایت کې واده مراسم په ماتم بدل شول

555894
د ترکیې  د غازي‌ انیتپ  په ولایت کې  د  واده  په مراسمو کې  چاودنه وشوه.

 

د ترکیې  د غازي‌ انتپ  په ولایت کې  د  واده  په مراسمو کې  چاودنه وشوه.

په پيښه کې لږ تر لږه  ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ  او ۹۴ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د غازي انتیپ   والي‌ علي‌ یرلي‌کایا   خبري‌ رسنیو ته وویل چې  د ښار په مرکز کې   د شاهین بای  ولسوالۍ اړوند د اقدرې   په کلي‌ کې  د واده  په مراسمو کې  خونړۍ  چاودنه وشوه چې له امله  لږ تر لږه  ۳۰ تنو هیوادوالو ژوند  د لاسه ورکړ  او ۹۴  تنه نور ټپیان شول.

والي‌ وویل چې د واده  په مراسمو د ترسره شوي‌ ترهګري  برید نه وروسته  سمدلاسه  امبولانسونه  او روغتیايي  ډلې  د پیښې سیمې ته  ورسیدې  او لومړنۍ روغتیايي  مداخله  د روغتیايي‌ پروسونل  لخوا وشوه. 

د پیښې ټپیان  د سیمې نږدې  روغتونونو ته انتقال او د درملنې  لاندې  نیول شوي‌ دي. 

همداشان  هغه  ټپیان  چې روغتیايي  حالت  باریکه  دی  د غازي‌ انتیپ‌ ولایت  مرکزي  روغتونونو  ته  انتقال شوي‌ دي.

والي‌‌  وویل  چې په ارضي تمامیت  او  ترک  ملت پر خلاف ترسره شوی  دا منفور برید  په کلکو ټکو غندم  او  لعنت  پرې  وایم.

د سوریې  سره په پوله کې پروت  د ترکیې  د غازي‌ انتب  ولایت د شاهین بای  ولسوالۍ  د اقدرې  په سیمه کې   د واده  په مراسمو کې  چاودنه  وشوه. 

عیني‌ شاهدانو  ویلي  دي‌  چې  چاودنه  د ځانمرګي‌ برید کوونکي‌ لخوا  وشوه.

چاودنه  په کلیوال  واده  کې   تیره  شپه  د ۱۱ بجو  په شاوخوا کې رامنځته شوه.

د پیښې  قربانیان  ډیر ښځې  او ماشومان  دي.

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  د پیښې  نه سمدلاسه وروسته د کورنیو وزیر ایفکان اعلی  نه  معلومات واخیستل.  همداشان  لومړي‌ وزیر  بنعلي ییلدرم  هم  شیبه په شیبه  د کورنیو چارو وزیر  او غازي‌ انتیپ  ولایت والي‌ نه  د پیښې په اړه معلومات اخیستل.  

پداسې  حال کې چې د برید مسولیت  تر اوسه پورې  چا په غاړه اخیستی ندی  خو ګمان  کیږي‌ چې  د داعش  ترهګرې  ډلې  لخوا شوی وي.

 



اړوند خبرونه