د ترکیې لومړي وزیر په هیواد کې د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو سره لیدنه وکړه
لومړی وزیر : ترهګري د ټولې نړۍ ګډه ستونزه ده
د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم وویل چې ترهګرو ته به اجازه ورنکړي چې خپلو چټلو موخو ته ورسیږي.
لومړي وزیر ییلدرم دا څرګندونې په ترکیه کې د بهرنیو هیوادونو د ډیپلوماټانو په ویاړ د چانکایا په مانۍ کې په جوړه کړې میلمستیا کې وکړې.
لومړي وزیر په نوموړې میلمستیا کې د وینا په ترڅ کې وویل چې د پې کاکا ترهګره ډله د ملکي وګړو، پولیسو، عسکرو، ښځو او ماشومانو ترمنځه د توپیر په نه کولو په ډیره خائنانه ډول په ټولو د یو لبه بریدونه کوي. هغه په نړۍ کې د پې کاکا ترهګرې دلې په ګډون په ټولو ترهګرو ډلو چې د معصومو او بې ګناه انسانانو د وژنې سره د نړۍ د استقرار د لمنځه وړو او د بې ثباتۍ د رامنځته کولو هڅه کوي لعنت ووایه.
لومړي وزیر وویل چې ترهګرې ډلې د یو بل سره د همکارۍ او همغږۍ په چوکاټ کې په دیموکراسۍ، حقوقو او ملکي وګړو بې رحمانه بریدونه کوي .
هغه وویل « ټولې ترهګرې ډلې او سازمانونه باید پدې ښه پوه شي چې نه په ترکیه او نه د نړۍ په بل ګوټ کې خپلو شومو او چټلو موخو ته رسیدلی نشي.»
لومړي وزیر ییلدرم په ترکیه کې د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو نه د جولای د ۱۵ مې کودتا نه یوه ورځ وروسته د ترکیې د مشروع حکومت نه د ملاتړ ښودولو په خاطر د ملي شورا په عمومي غونډه کې ګډون له امله مننه وکړه.
هغه وویل چې د کودتا نه څه باندې یوه میاشت تیریږي. دا لومړی ځل دی چې د څه باندې سلو بهرنیو هیوادونو د سفیرانو سره لیدنه کوي. هغه وویل غواړي چې تل په هیواد کې د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو سره د تماس په حال کې اوسي. لومړي وزیر وویل چې په ترکیه کې د روانو پرمختګونو په اړه د بهرنیو هیوادونو ډیپلوماټانو ته په مخامخ ډول معلوماتو ورکولو او د هغوې د نظریو اخیستو ته ځانګړی اهمیت ورکوي.
لومړي وزیر ییلدرم په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا اړوند د نړۍ د دریځ په اړه ګیله وکړه او وویل « تاسې وګورۍ په فرانسه کې د شارلي هیبدو د پیښې نه وروسته ټوله نړۍ پاریس ته لاړه او دا پیښه هلته وغندله. په ترکیه کې کودتا وشوه او کودتا ناکامه شوه. د جولای په ۱۶ مه نیټه ټولۍ نړۍ ته خبر ورکړ شو. زما په ګډون ټولې ترکیې د نړۍوالې ټولنې نه د پاریس په څیر د همغږۍ تمه درلوده. مونږ تمه درلوده چې د نړۍ مشران ترکیې ته راشي او د ترکیې د قوي ډیموکراسۍ نه ملاتړ څرګند کړي خو له بده مرغه چې داسې ونشو. »
لومړي وزیر ییلدرم وویل چې ترکیې د جولای د ۱۵ مې کودتا نه وروسته یو ځل بیا نړۍ ته په هره برخه کې خپل قوت او طاقت ښکاره کړ. ددې په مقابل کې ځینو د اقتصادي درجه بندیزو سازمازنونو په بیړه بیړه د ترکیې پر خلاف ځیني منفي راپورونو په خپرولو پيل وکړ.
هغه وویل چې ټوله نړۍ پدې ښه پوهیږي چې د ترکیې اقتصاد قوي دی او هیڅډول کوم زیان ورته ندی اوښتی. هغه وویل چې په ترکیه کې اقتصاد د جولای د ۱۵ مې د کودتا نه د مخکې په څیر قوي دی او کوم بدلون پکې ندی راغلی. نن ورځ لا په ښه سویه کې قرار لري.