په استانبول کې د سواحلو د امنیتي‌ ځواکونو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه

په استانبول کې د سواحلو د امنیت د ځواکونو کښتۍ د باروړونکې کښتۍ سره د جنګیدو له امله په سمندر کې ډوبه شوه

554050
په استانبول کې د سواحلو د امنیتي‌ ځواکونو کښتۍ  په سمندر کې ډوبه شوه

د استانبول  د فاسفورس  په تنګناه کې  د حرکت په  حال کې  د سواحلو د امنیتي  ځواکونو  کښتۍ  د باروړونکې  کښتۍ  سره  د جنګیدو له امله په سمندر کې ډوبه شوه.

په پیښه  کې  د سواحلو د امنیت  درې  تنه  سرتیري‌ شهیدان  او یو تن  لا درکه شوی دی . پدې  پیښه کې  ۳ تنه سرتیري‌ ټپي‌ وژغورل شول. 

پیښه  د استانبول  د فاسفورس  تنګناه  د سرای بورنو  په سیمه کې  رامنځته شوه. د پیښې نه وروسته  د ژغورنې  ډلې  سیمې ته واستول شوې. د ژغورنې  ډلو  ۳ تنه   سرتیري‌ ټپي‌ وژغورل . همداشان  د ۳ تنو  سرتیرو مړي‌ د اوبو نه راوویستل شول.

د استانبول  والي‌ واصف شاهین  د پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته  سیمې ته لاړ  او د پیښې  په اړه يي  خبریالانو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  پیښه  د سواحلو د امنیتي‌ ځواکونو   کښتۍ  د یوې بار وړونکې  کښتۍ   سره  د جنګیدو له امله رامنځته شوه.

هغه وویل چې پدې  پیښه  کې  د سواحلو د امنیتي‌ ځواکونو  د ۷ تنو  سپرلۍ نه  ۴ تنه  ژوندي‌ ژغورل شوي‌ ، ۳ تنه  په شهادت رسیدلي‌ او یو تن لادرکه دی.



اړوند خبرونه