په ترکیه کې د کودتا نه وروسته فراري جنرال د امریکا نه د سیاسي پناه غوښتنه کړې

په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا نه وروسته  فراري  جنرال  د امریکا متحده ایالتونو نه  د سیاسي پناه غوښتنه وکړه.

548852
په ترکیه کې د کودتا نه وروسته فراري جنرال د امریکا نه د سیاسي پناه غوښتنه کړې

په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا نه وروسته  فراري  جنرال  د امریکا متحده ایالتونو نه  د سیاسي پناه غوښتنه وکړه.

د ویلو ده چې په ترکیه کې  د جولای د ۱۵ مې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي جوړښت لخوا د کودتا د ناکامې هڅې  نه وروسته  تښتیدلي سمندري جنرال چې په اړه يي د نیولو حکم  صادر شوی وو  او د وسله والو ځواکونو د لیکو نه هم اخراج شوی دی مصطفی ذکي  اوغورلو د امریکا نه د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده .

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د ناټو د ځواکونو په چوکاټ کې  د امریکا د ویرجینیا په ایالت کې  د ناټو په قرارګاه کې په دنده بوخت  جنرال  ترکیې ته د راتلو نه ډډه کړې او د امریکا نه يي د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده .

ویل کیږي  فراري  جنرال  د جولای په ۲۲ مه نیټه له دندې د جلا کیدو نه وروسته لا درکه شوی دی .

د ترکیې د ازمیر ولایت څارنوالۍ  په یاد شوي ولایت کې د عسکري جاسوسۍ د څیړونو په چوکاټ کې  د ځینو  جنرالانو او عسکري پروسونل  د نیولو امر کړی وو. پدې جنرالانو کې  د فراري  جنرال نوم هم  شامل وو.

د ازمیر ولایت څارنوالۍ  د لوی درستیزوالۍ نه  د دوو جنرالانو په ګډون  د ۲۴ تنو عسکرو دوی ته د سپارولو غوښتنه کړې .وروسته داسې معلومات ترلاسه شوي دي چې فراري جنرال د امریکا متحده ایالتونو نه د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده . 



اړوند خبرونه