د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  وروستیو څرګندونو  د اروپا نه وار خطا کړی دی.

ولسمشر اردوغان د فرانسې د لي موندا ورځپاڼې سره مرکه وکړه

547854
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  وروستیو څرګندونو  د اروپا نه وار خطا کړی دی.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  وروستیو څرګندونو  د اروپا نه وار خطا کړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره ورځ  د فرانسې د لي موندا  ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو « که چیرې  اروپايي ټولنه  د کډوالو د اعادې د تړون  په برخه کې په خپلو ژمنو ونه دریږي  دا تړون به  فسخه کړو. اروپايي ټولنه باید هر څه ژر ترکي وګړو ته  ویزه له منځه یوسي  ، پدې اړه  هر څه ژر د جدي ګام د نه پورته کولو په صورت کې به د اروپا سره د کډوالو د اعادې تړون فسخه کړي . » د ولسمشر اردوغان دې څرګندونو  د اروپا نه وار خطا کړی دی.

د ایټالیا  د کورنیو چارو وزیر  د ولسمشر اردوغان د څرګندونو نه وروسته ویلي دي   « که چیرې ترکیه د کډوالو د ادعادې تړون فسخه کړي  او اروپا دروازې د کډوالو پر مخ  پرانیزي  دا به د اروپا ملا ماته کړي . »

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې  د لا ریپبلیکا ورځپاڼې سره په مرکه کړې وکړې. هغه په ترکیه کې د جولای د ۱۵ د ناکامې کودتا په اړه د اروپا د دریځ په اړه هم ارزونې وکړې.

هغه  ددې پوښتنې  « چې ترکیه وايي چې  د ویزې د معافیت د نه راوستو په صورت کې به د اروپا سره د کډوالو د اعادې په برخه کې لاسلیک کړی تړون لغوه کړي، ایا د ترکیې لخوا ددې تړون د لغوه کولو  او د کډوالو پر مخ د دروازو د پرانیستو په صورت کې به څه رامنځته شي  او تاسې  پدې اړه کوم تدابیر لرۍ  او که نه ؟ داسې وویل، د هر څه نه مخکې دا باید ووایو چې د ترکیې لخوا د کډوالو د اعادې د تړون د لغوه کولو او د کډوالو پرمخ  د دروازو د پرانیستو پریکړه به د اروپا لپاره ملا ماتوونکی ګوزار وي. هغه وویل چې  دا  بهیر  د هر چا نه مخکې لومړی  په بالکان  هیوادونو او ایټالیا  مسقیمې اغیزې کوي. هغه وویل چې  نړۍواله ټولنه باید پدې اړه جدي پاملرنه وکړي.

هغه وویل چې دلته یواځې مسله د کډوالۍ نده. د بهرنیو جنګیالیو مسله هم شتون لري. د ۲۰۱۵ کال راهیسې مو  ۳۴۴ بیړۍ  تر کنټرول لاندې نیولي دي.

د کډوالو د اعادې تړون  زمونږ لپاره  ډیر زیات مهم  دی. د یادولو وړ ده چې د ترکیې او اروپا ترمنځه د کډوالو د اعادې د تړون د لاسلیکیدو نه وروسته  اروپا ته د کډوالو د تګ راتګ بهیر د چا خبره  صفر ته  راټیټ شوی دی . تیر کال  په  همدې میاشتو کې به هره ورځ په زرګونو تنه کډوال اروپا ته تیریدل. دې مسلې  د ټولې نړۍ ته  وار خطا کړې وو. ترکیې د نامنظمۍ  کډوال د مخنیوي په خاطر  د اروپا سره  ترکي وګړو ته د ویزې د معافیت په بدل کې د کډوالو د اعادې تړون لاسلیک کړ.

ددې تړون له مخې ترکیې اروپا ته د ناقانونو کډوالو  تګ راتګ مخه ونیوله خو اروپا په کړې ژمنې ندي عملي کړي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره ورځ  یو ځل بیا  اروپا ته خبرداری ورکړ چې  د ژمنو د نه عملي کولو په صورت کې به دا تړون  لغوه کړي.



اړوند خبرونه