په استانبول کې د میلیونونو تنو په ګډون د ډیموکراسۍ غونډه جوړه شوه
ولسمشر اردوغان : ترک ملت اتحاد او اتفاق یواځې په شعار کې نه بلکې په عمل کې هم ټولو ته په اثبات ورسو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د میلیونونو تنو په ګډون جوړه شوې د شهیدانو او ډیموکراسۍ پرتمینې غونډې ته وینا وکړه.
ولسمشر اردوغان خپله وینا د ترکیې د ملت نه په مننې سره چې د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د د کودتا د ناکامې هڅې په شپه د خپلو وینو په بیه د ډیموکراسۍ او هیواد نه دفاع وکړه پیل کړه.
ولسمشر اردوغان د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا ۲۴۰ تنو شهیدانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل « لکه څرنګه چې ترک ملت زر کاله مخکې په مالازګیرټ کې د اناتولیا دروازې پرانیستې وې په هماغه عقیدې او ایمان په قوت سره د جولای په ۱۵مه هیواد وژغوره. په همدې شپه د ترکیې دښمانان چې د هیواد د ویجاړۍ او بربادۍ خیالونه يي لیدلي وو دا خیالونه يي په اوبو کې لاهو شول. »
ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ دا پرتمینه غونډه د ترکیې دښمنان دومره خواشیني کړي په کومه اندازه چې د جولای په ۱۶ مه نیټه د لویې ماتې سره خواشیني کړي وو. دا منظره په اصل کې د روښانه راتلونکي ثبوت دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ عصري مدنیتونو سویې نه د لوړیدو ورځ ده. ترک ملت نن ددې پرتمینې او شاندارې غونډې ته ټولو ته دا په اثبات ورسوله چې ددوی یووالی او اتحاد یواځې په شعار کې ندی بلکې د اړتیا په صورت کې په واقعیت سره ټول یو موټی دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې په ۱۹۲۰ کال کې کله چې ترکیه د یرغلګرو لخوا اشغال شوه مصطفی کمال اتاترک وویل چې ترک ملت د اشغال د نه منلو په اندازه ستر او عظیم دی. ولسمشر اردوغان وویل چې د اتاترک نه ۹۶ کاله وروسته دادی زه دلته یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وایم چې دا ملت هیڅوخت اسارت نه مني.
ولسمشر اردوغان وویل چې د جولای د ۱۵ مې ناکامې خونړۍ کودتا پر مهال د یوې میرمنې تنه چې سر نه جلا شوې وه موندل شوې. دا د هغه اتلې میرمن تنه وه چې د خاینیو او د هیواد د دښمنانو د مخنیوي په لاره کې په شهادت رسیدلې وه.
ولسمشر اردوغان وویل چې ددې خاینونو لپاره د اعدام په اړه د خلکو غوښتنه به په ولسي جرګه کې د غور لاندې ونیول شي. ولسمشر وویل د ولسي جرګې لخوا د منل کیدو نه وروسته زه به يي سمدلاسه قبوله کړم.
ولسمشر اردوغان وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په اصل کې دا هغه کسانو چې ترکیې ته د تهدید په سترګه ګوري لاسپوڅی او په هغوې پلورل شوی سازمان دی. دې ترهګریز سازمان د هیواد د وسله وال پوځ نه نیولې تر قضايي ارګانونو، د پولیسو تشکیلاتو، ښوونځیو، روغتونونو او د دولت په هره برخه کې نفوذ کړی وو. ولسمشر اردوغان وویل هر هغه ترهګریز سازمان چې د ترکیې د ملت دښمن وي خوا پې کاکا، داعش او یا فتح الله ګولن ترهګریز سازمان وي د حقوقو په چوکاټ کې به يي له منځه یوسي.
ولسمشر اردوغان وویل چې دې یووالي او اتحاد ته باید د ملت په رګ رګ کې ځای ورکړو. ولسمشر اردوغان وویل چې په نږدې ماضي کې د ټولو هغه شکمنو امتحانونو او پیښو په اړه به بیا کتنه وشي چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پکې لاس وو.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې ۸۰ میلیونه تنه نفوس د جولای د ۱۵ مې پیښې نه وروسته یو غږ او یو وجود شوي دي. نن ورځ یو ځل بیا ټول هیوادوال یو بیرغ لاندې دلته راټول شوي دي. هیوادوالو د جولای د ۱۵ مې شپې راهیسې تر ننه پورې په ټول هیواد کې د ډیموکراسۍ نوبتونه نیول او شپې به يي په میدانونو کې تیرولې. ننۍ پرتمینه غونډه د ډیموکراسۍ د نوبت وروستۍ غونډه ده .
ولسمشر اردوغان وویل چې د جولای د ۱۵ د کودتا په شپه د هیواد په هر ګوټ کې په جوماتونو کې د اذانونو غږونه لوړ شول. دې ملت ټولو ته وښوده چې خټه اصلیه ده .
ولسمشر اردوغان د وینا په پای کې د ترک ملت نه مننه وکړه او وویل چې بری د ډیموکراسۍ او میدانونه د ملت دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله