د تركيې - روسيې ترمېنځ نوى پيل

ولسمشر رجب طيب اردوغان ویلي چي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اګست د نهمې نېټې په غونډې کي به د دواړو هیوادونو تر منځ د اړيكو په برخه كې نوي صفحه پرانیزی .

547659
د تركيې - روسيې ترمېنځ نوى پيل

ولسمشر رجب طيب اردوغان ویلي چي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اګست د نهمې نېټې په غونډې کي به د دواړو هیوادونو تر منځ  د اړيكو په برخه كې نوي صفحه پرانیزی .

اردوغان ، د روسیې د TASS خبري آژانس ته د سې شنبې په ورځ  په روسيه كې د غونډي په اړه ارزونه وکړه .

ولسمشر رجب طيب اردوغان وویل چي `د دوست پوتین سره تر لیدني وروسته به د دواړو خواو تر منځ  اړیکو کي نوي صفحه پرانیزی .

اردوغان وويل "دا به يو تاريخي سفر او یو نوی پیل  وي او  دواړه هیوادونو به په ګډه سره ډیر کارونه وکړي"

ولسمشر اردوغان وویل "د سوریې بحران ته د حل لاره موندل یوازې د روسیې د همکارۍ سره امکان لري"

تیره ورځ د همدې آژانس سره په یوه مرکه کي د ولسمشر وياند ابراهيم کالن ویلي وو چي د ترکيې او روسیې د اړیکو د نورماليدو بهير د ولسمشر رجب طيب اردوغان او ولادیمیر پوتین د پړیکړو او ګډو دريځونو له بركته دي.



اړوند خبرونه