د الجزيرې سره د اردوغان مركه

ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د فتح الله ګولن ترهګرې ډلې نه يواځې په تركيه كې حاكميت ټينګ كړى وو، بلكې په افريقايي هېوادونو كې يې هم ريښې غځولي دي.

546573
د الجزيرې سره د اردوغان مركه

 

اردوغان چې د الجزيرې د ټلوېزيوني شبكې سره مركه كوله وويل چې د فتح الله ګولن ډله ديني جماعت نه دى. دا هغه ترهګره ډله ده چې غواړي د هېواد اقتصادي بنسټ تر كنترول لاندې راوړي.

د اردوغان په وينا `` د ظالم پر وړاندې بې تفاوته پاتې كېدل مظلومانو ته تر ټولو لوى سپكاوى دى. د كودتاچيانو پر وړاندې به بې تفاوته پاتې نشو. هغوى خاينين دى. پر هغوى به رحم ونكړو.``

ولسمشر اردوغان څرګنده كړه چې ``د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې سره مبارزه به اوږدمهالې وي. د هغوى ريښې به وچې كړو. دولتي سيستم به له سره جوړ كړو، هغوى به د امنيتي ځواكونو له ليكو نه تصفيه كړو. پدې چوكاټ كې له ټولو هلو ځلو ملاتړ كوو.``

اردوغان هغو تورونو ته په ځواب كې چې د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا نه وروسته يې په ټول هېواد باندې يو اړخيز حاكميت ټينګ كړى دى وويل چې: ``  دا تور هېڅكله هم نه منم. زه هغه صلاحيت هېڅكله هم نه كاروم چې د تركي ملت او اساسي قانون لخوا راته نه دې راكړل شوى. دا حق ځانله نه وركوم.  دا د طيب اردوغان خوى ى. ټوله نړۍ دې پدې پوهه شي.``

اردوغان همداراز د كودتا پر وړاندې د لوېديځو هېوادونو دريځ باندې هم نيوكه وكړه او څرګنده يې كړه چې: `` لوېديځ  دا ونه ښودله چې د كودتا سره مخالف دي. د هغوى چوپه خوله د بښنې وړ نه ده. موږ ته يې وايي چې  `يو زيات شمېر كسان مو له دندو شړلي، نظاميان او قاضيان مو نيولي دي.` تاسې تر هغه پورې چې پدې پوه نشئ چې په تركيه كې څه تيريږي زموږ پر سيستم باندې د نيوكو د كولو حق نه لرئ. دا كسان صادق نه دي. د امريكا د وسله والو ځواكونو لوى درستيز راغى. هغه ته مو د ملي شورا ودانۍ وښودله.  ترې مو پوښتنه وكړه چې پدې ودانۍ چا بمونه وغورځول؟ هغه وويل چې  د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې منسوبينو.``

د اردوغان په وينا لوېديځ حق نه لري چې پر تركيې نيوكې وكړي. لوېديځ بايد خپل سرحد وپېژني. ريښتوني ووسي. د مشروع حكومت پر وړاندې كودتا د بښلو وړ نه ده. هغه كسان چې ددې كودتا پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي، مستبد نظام ته ديموكراتيك نظام ترجېج وركوي.

اردوغان وويل چې ``د واشنګټن اداره د فتح الله ګولن د سپارلو لپاره اسناده غواړي. د كودتا په شپه د تركيې د وسله والو ځواكونو لوى درستيز برمته شوى وو او هغه ته ويل شوي ول چې د فتح الله ګولن سره به درته د مخامخ خبرو زمينه برابره كړو. دا تر ټولو لوى دليل دى.``

د كودتا په سهار باندې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ټېلفون پر كرښه د خبرو په ترڅ كې د شهيدانو لپاره د تسليت پيغام وړاندې كړ او له مشروع حكومته يې ملاتړ اعلان كړ. ټاكل شوې ده چې د سې شنبې په ورځ به ولسمشر اردوغان د يو پلاوي په مشرۍ روسيې ته لاړ شي.

اردوغان همداراز د اروپايي ټولنې سره د كډوالو تړون ته په اشارې سره وويل چې دې ټولنې تر اوسه پورې په خپلو وعدو وفا نه ده كړې.

ولسمشر وويل چې `` د كډوالو د تړون د عملي كېدو لپاره بايد كوټلي ګامونه پورته شي. اروپايي ټولنه ددې پر ځاى چې تركيې ته خپل مسوليت ور په ګوته كړي، لومړى بايد خپل كورنۍ دنده اجرا كړي. اروپايي ټولنې تر اوسه پورې هېڅ ډول ګام نه دى پورته كړى. اوسمهال په هېواد كې شاوخوا ۳ ميليونه سوري او عراقي كډوال پراته دي. اروپايي ټولنه دا ډول ستونزې نه لري.


پيوندونه: #اردوغان , #تركيه

اړوند خبرونه