جرمني ورځپاڼه چلوونکی : ترک ملت ته باید د سولې په برخه کې د نوبل جایزه ورکړ شي

د جرمني ورځپاڼه چلوونکي  مارتین لیژیون وویل چې د ترکیې ملت  ته باید  د سولې په برخه کې د نوبل جایزه ورکړل شي.

545307
جرمني ورځپاڼه چلوونکی : ترک ملت ته باید د سولې په برخه کې د نوبل جایزه ورکړ شي

د جرمني ورځپاڼه چلوونکي  مارتین لیژیون وویل چې د ترکیې ملت  ته باید  د سولې په برخه کې د نوبل جایزه ورکړل شي.

جرمني ورځپاڼه چلوونکي  په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت (FETÖ/PDY)  لخوا د ترسره شوې ناکامې کودتا   په پایله کې  د رامنځته شوو تخریباتو نه لیدنه وکړه  . هغه وویل چې  لویدیځوال او لویدیځې خبري رسنۍ  په ترکیه کې د رامنځته شوې  کودتا  په اړه کافي معلومات نلري. هغوې  دلته څه تیر شوي دي مسله په کافي توګه  درک کړې  نده.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل  چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه  راتلونکې یکشنبې په ورځ  په استانبول کې د ډیموکراسۍ  ډیره لویه غونډه  جوړیږي. دا غونډه چې څه باندې ۵ میلیونه تنه پکې ګډون کوي  د لویدیځې نړۍ لپاره  یو ډیر ښه  فرصت  او چانس  دی.

هغه  ويلي دي «  د جرمني  د یو وګړي په توګه  د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل نه  پدې لویه غونډه کې د ګډون غوښتنه کوم. پدې غونډه کې  د مرکل  ګډون به  ترک ملت ته د هغه د درناوي  او ډیموکراسۍ نه د دفاع په برخه کې د ترک ملت لخوا د ښودل شوي شهامت او میړانتیا نه  د ملاتړ  ښکارندويي وکړي. ترک  ملت  پدې غونډه کې  د مرکل  ګډون ته کوم احتیاج نلري  خو د جرمني خلک  دې خبرې ته  جدي اړتیا لري. »

جرمني ورځپاڼه چلوونکي  وویل چې  په ترکیه کې د کودتا په شپه  د ترک ملت د شهامت او میړانتیا  پدې جدي تاثیر کړی دی . خلکو پرته  د تردد نه  د ډیموکراسۍ  او وطن  په خاطر  د کودتاچیانو د ټانکونو  لاندې  ځانونه  اچول  او د کودتا چیانو د درولو او مخنیوي  هڅه کوله . هغه وویل چې  د ډیموکراسي نه  د خپلو وینو په بدل کې  د ترک لخوا دفاع کول  په فرانسه کې  د انقلاب  سره  ډیر زیات ورته والی لري. ترک ملت د ډیموکراسۍ نه دفاع وکړه  چې د همدې امله باید  د سولې په برخه کې د نوبل جایزه  ترک ملت ته ورکړل شي.

جرمني ورځپاڼه چلوونکي  مارتین په ترکیه کې د رامنځته شوې کودتا په اړه  د اروپا په دریځ  د نیوکو سره وویل « د تیرو ۲۳ شپو راهیسې  د ترکیې په ۸۱ ولایتونو کې  د ډیموکراسۍ  نه د دفاع په خاطر  غونډې  او لاریونونه روان دي. خلک  د ډیموکراسۍ د نوبت په خاطر  شپې په میدانونو کې تیروي  خو لویديځې نړۍ پډې ټولو سترګې پټې کړي دي. ځکه  چې  لویدیځه نړۍ  نه غواړي چې  یو اسلامي هیواد   د داسې  قوي ډیموکراسۍ  سره  نړۍ ته  معرفي کړي.

هغه  د نړۍ او په ځانګړې توګه  د اروپا په مشرانو غږ وکړ «  په فرانسه کې  د ترهګریز برید نه وروسته د ټولې اروپا مشران  پاریس ته لاړ  او دا بریدونه يي په کله توګه وغندل. خو کله چې په ترکیه کې  کودتا وشوه  ټولو پرې  سترګې پټې کړې. تاسې  هم  باید  انقرې او استانبول ته راغلي وې  او د ډیموکراسۍ نه مو خپل ملاتړ  اعلان کړی وی. په ترکیه کې رامنځته شوې دا پیښه  ستاسې په نظر کوچنۍ  ښکاري خو  دا  یوه داسې  لویه پیښه  وه چې  د ټولې نړۍ  په راتلونکي جدي اغیزې کولی شوې. »



اړوند خبرونه