د قزاقستان ولسمشر ترکیې ته راغی

د قزاقستان ولسمشر لومړنی ولسمشر دی چې د جولای د ۱۵ ناکامې کودتا نه وروسته ترکیې راغی

545979
د قزاقستان ولسمشر ترکیې ته راغی

په ترکیه کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د جولای په ۱۵ مه د کودتا د ناکامې هڅې  نه وروسته  د قزاقستان ولسمشر  نورسلطان نظربایوف  نن  د رسمي‌ سفر په ترڅ کې ترکیې  ته راغی. د ویلو  ده چې  د قزاقستان ولسمشر  لومړنی  ولسمشر  دی  چې  د ناکامې  کودتا نه وروسته  ترکیې  ته راځي.

د ترکیې  ولسمشر  رجب طیب اردوغان د قزاقستان د ولسمشر نظربایوف نه د رسمي‌ مراسمو په ترڅ  کې  هر کلی وکړ. 

مشرانو  د هر کلي‌ د مراسمو نه وروسته  دوه په دوه لیدنه کړه. د  ویلو ده چې  په لیدنه کې  مرستیال لومړي‌ وزیر توغرول تورکش  او د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  هم ګډون کړی وو.

دلیدنې نه وروسته  دواړو مشرانو په ګډه خبري‌ ناسته کې  ګډون وکړ.

ولسمشر  اردوغان په خبري‌ ناسته کې  ددې خبرې‌ په ټینګار  وویل چې   د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ناکامې کودتا نه وروسته ترکیې ته نظربایوف  سفر  ډیر قیمتي‌ او مهم  بولم. 

ولسمشر اردوغان وویل  «‌ ښاغلی  نظربایوف   د کودتا نه وروسته لومړنی  مشر وو  چې د کودتا پر خلاف يي‌ غبرګون  وښود  او دادی  نن  ترکیې  ته  راغی. 

ولسمشر  اردوغان  وویل  چې ښاغلي‌ نظربایوف  د ملت  سره په بده ورځ کې  دوستي‌ ټولو ته وښوده.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د قزاقستان د ولسمشر  سره  په لیدنه کې   د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د  جولای د ۱۵ مې کودتا په مسلې خبرې وکړې.

هغه وویل چې  فتح الله ګولن یواځې  د ترکیې  لپاره  نه  بلکې  په هر هیواد کې  چې  موجودیت  یا فعالیت  ولري‌‌ د هغه هیوادونو لپاره هم  تر ټولو  ستر ګواښ‌ دی.

د قزاقستان ولسمشر نظربایوف  بیا  خبریالانو ته وویل چې  ترکیې ته یواځې  د ترک  ملت او ولسمشر  اردوغان نه د ملاتړ  ښودلو په خاطر  راغلی دی .

هغه وویل چې  « قزاقستان  تل د ترکیې  ترڅنګ  ولاړ  دی  او ددینه وروسته به هم خپل ملاتړ  ته  دوام ورکړي . د ورور هیواد  ورورولي‌ زمونږ  لپاره  تر ټولو مهمه  ده .

نظربایوف  وویل چې  «  ترکیې  او قزاقستان  ترمنځه  هم په سوداګریزو او هم  په اقتصادي‌ اړیکو کې  جدي‌ پرمختګ  شوی دی.  دا اړیکې  به  لا پرمختګ وکړي. په قزاقستان کې  ترکیه په ډیره  لوړه کچه پانګه اچونې  لري . د ترکیې پانګه والو سره په ګډه کار کوو. تر ننه پورې  په ساختماني‌ برخو کې  د شلو میلیاردو ډالرو په ارزښت  پانګه اچونې شوي‌ دي. پداسې  حال کې  چې په ټوله نړۍ  جدي‌ بحرانونه  شتون لري‌ د ترکیې  او قزاقستان ترمنځه اړیکې  لا د پرمختګ  په حال کې دي.  نن ورځ  د ترکیې  او قزاقستان ترمنځه  د سوداګریز  حجم ککه ۸۰۰ میلیونه ډالرو  ته  رسیدلی دی.ترکیه  او  قزاقستان  د وریښمو  د لارې  د پاسه پراته  دوه  لوی  دولتونه  دي.

 د شانګهای  د همکاریو  په تشکیلاتو کې  د ترکیې  جمهوریت  او د  ښاغلي‌ اردوغان نه  پوره ملاتړ کوو. ترکیې ته  د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د غړیتوب  بلنه ورکوم.  د چین  لخوا  پیل شوي‌ پروژې  ځانګړې  اهمیت لري‌ خو د ترکیې  پرته  ددې پروژو  عملي‌ کوم ناممکنه ده.»

د ترکیې  ولسمشر  اردوغان  وویل چې  ښاغلي‌ نظربایوف ته يي  په قزاقستان کې دفتح الله ګولن  ترهګریز سازمان د ښوونځیو د تړولو په مسلې خبرې  وکړې  چې  هغه  پدې برخه کې  زمونږ  سره  د هر ډول همکارۍ  ژمنه وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې  ښاغلي‌ نظربایوف ته يي په نوموړي‌ هیواد  کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ټولو ښوونځیو  لست  ورکړ.

هغه وویل چې  د ترکیې  د معارف  وقف به  په نوموړي‌ هیواد کې  د قزاقستان سره په ګډه کار وکړي.

د بله  پلوه  د قزاقستان ولسمشر بیا وویل چې د ترکیې د مخالفینو نه به هیڅوخت ملاتړ ونکړي‌ ځکه چې  دا کار زمونږ  د ګټو  پر خلاف  دی. 

هغه وویل چې  په قزاقستان کې به د  فتح الله ګولن  ښوونځي‌ د دواړو هیوادونو پوهنې  د  وزارتونو د ګډ  هیت  لخوا د کنترول نه تیر شي. د کوچنی  خطا  د لیدو په صورت کې به   هغه ښوونکي‌ چې  د هغوې سره تړاو ولري‌ د هیواد نه وباسو او پر ځای به يي‌د ترکیې نه د ښوونکو غوښتنه وکړو.



اړوند خبرونه