رجب طیب اردوغان :  لویدیځه نړۍ  د ترهګرو  او کودتاچیانو نه  ښکاره ملاتړ کوي.

ولسمشر اردوغان : په ترکیه کې د ناکامې کودتا نقشه او پلان د هیواد نه بهر جوړ شوی وو

543601
رجب طیب اردوغان :  لویدیځه نړۍ  د ترهګرو  او کودتاچیانو نه  ښکاره ملاتړ کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  لویدیځه نړۍ  د ترهګرو  او کودتاچیانو نه  ښکاره ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه چې له بده مرغه چې  نن ورځ  لویدیځه نړۍ  د ترهګرۍ  او کودتا نه  ملاتړ کوي. هغه په ترکیه کې د کودتا ترشا د هغو برخو لاس وباله چې د ترکیې پرمختګ زغملی نشي.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې  نړۍوالو پانګه والو ته په وینا کې وکړې. ولسمشر اردوغان  نړۍوالو پانګه والو ته په خطاب کې وویل « زه ستاسې نه پوښتنه کوم  چې ایا لویدیځ دلته  د ترهګرو نه ملاتړ کوي او که نه؟  ایا لویدیځه نړۍ  د ډیموکراسۍ پلوي کوي او که د  کودتاچیانو؟ ددې پوښتنو ځواب ډیر ښکاره  دی  او ټول پډې ډیر ښه پوهیږي. له بده مرغه چې لویدیځه نړۍ نن ورځ په ښکاره توګه د ترهګرو او کودتاچیانو نه  ملاتړ کوي. دوی زمونږ  په څیر  ناراحته ندي.»

ولسمشر اردوغان  زیاته کړه چې  له بده مرغه چې نن  ورځ  زمونږ په نړۍ کې  یو زیات شمیر برخې  په ترکیه کې  دا لویه کودتا  نه ویني ، سترګې پرې پټوي، د کودتا په تنظیموونکي  او پلان جوړونکي چې په امریکا کې  میشت  دی  سترګې پټوي. دا پداسې حال کې ده چې  پدې اړه  هر ډول  اسناد، شواهد او ثبوت  وجود  لري چې دا کودتا  د هغه چا لخوا شوې ده چې په امریکا کې میشت  دی . هغه زیاته کړه چې  په ترکیه کې  د جولای د ۱۵ مې کودتا د ناکامې هڅې نه وروسته  د لویدیځې نړۍ هیڅکوم استازی ترکېې ته رانغی  او دا منظره  په خپلو سترګو ننداره نکړه. هغه وویل چې ددې کودتا  اصلي هدف  د ترکیې ملت او مونږ  وو. هغه زیاته کړه چې پدې هم  ډیر ښه پوهیږو چې ددې کودتا تر شا د چا لاس  وو. د هغه برخو لاس وو چې د ترکیې پرمختګ او وده  زغملی نشي.

ولسمشر اردوغان د انګلستان د یو تن سیاستوال لخوا د ترکیې پر خلاف  د راپور د جوړولو په بدل کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان نه د پیسو د اخیستو ادعاګانو ته په اشارې سره وویل ، « هو  دوی  دا ډول اقدامات  ترسره کوي، دې ته مونږ په ښکاره توګه د سیاست خرڅلاو وايو. دوی  پدې اړه د هیڅډول اقدام نه ډډه نکوي.»

ولسمشر اردوغان وویل چې  په ترکیه کې د جولای د ۱۵ ناکامې کودتا نقشه  د هیواد نه بهر طرحه  او ډیزاین شوې وه. نقشه په بهر کې جوړه شوې وه خو  په ترکیه کې د هغوې د اجیرانو لخوا عملي کړې شوه.

ولسمشر اردوغان وویل، کله چې په بلجیم  یا فرانسه کې  ترهګرې پیښې رامنځته شوې ټولې نړۍ  ورسره   خواخوږۍ  او غمشریکي وښوده  او هغه هیوادونو ته يي سفرونه وکړل. په ترکیه کې پدې خونړۍ کودتا کې  ۲۳۸ تنه په شهادت ورسیدل او نږدې ۲۲۰۰ تنه  ټپیان شول د هیڅکوم  لویدیځ هیواد استازی  ترکیې ته رانغی.

ددې سربیره  په خپلو هیوادونو کې د ترکیې خلاف کمپاینونه  پيل کړل. ولسمشر اردوغان وویل چې  له بده مرغه چې  په یو اروپايي هیواد کې په هوايي ډګرونو کې  د ترکیې پر خلاف په ښکاره توګه تبلیغاتي اعلانونه  خپاره شول. پدې تبلیغاتي اعلانونو کې  ویلي وو چې ترکیې  ته مځئ، ترکیې ته د تګ سره اردوغان  لا قوي کیږي. ایا  دا  څه ډول  ډیموکراسي  ده. ولسمشر اردوغان وویل « زه  د کودتا سره ولسمشر شوی نه یم ، بلکې د ترکیې د ۵۲ سلنه  خلکو لخوا  ټاکل شوی  ولسمشر یم. »

هغه وویل له بده مرغه چې  د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا کودتا د ترکیې د ملت پر خلاف شوې وه. هغه وویل چې ددې کودتا  نقشه او طرحه په بهر کې  جوړه شوې وه خو په ترکیه کې د هغوې د اجیرانو لخوا عملي کړې شوه. ولسمشر اردوغان وویل  چې په ښکاره توګه وایم چې  د کودتا سناریو په بهر کې لیکل شوې وه خو  لوبغاړي  کورني وو.

هغه زیاته کړه په ډیرې خواشینۍ  سره باید ووایم  متحدو هیوادونو لکه څرنګه چې  د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې  زمونږ نه ملاتړ  ندی کړی  او زمونږ ترڅنګ  دریدلي ندي  د کودتاچیانو په برخه کې هم  ورته دریځ  ښکاره کړ. زمونږ  پر ځای د کودتاچیانو نه ملاتړ ښکاره کړ.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  د ناکامې کودتا  مسله به  په ترکیه کې د پانګه اچونو هیڅډول تاثیر ونکړي. ځکه چې مونږ په هیواد کې پانګه اچونو ته  د پخوا په څیر دوام  ورکوو. د هیواد  لویې  پروژې  لکه  کانال  استانبول او دریم  پل  چارې به پرته د ځنډه دوام وکړي. په ترکیه کې به د مالي نظم  او اقتصادي ثبات په برخه کې هیڅډول بې غوري ونشي. ولسمشر اردوغان وویل  د تیرو ۱۴ کلونو راهیسې  زمونږ  د واکمنۍ پر مهال  بهرنیو پانګه والو په ترکیه کې زیان ندی کړی  بلکې  لا زیاته ګټه کړې ده .

هغه وویل چې  بیړني حالت  مسله به په اقتصادي بهر  د زرې په څیر  منفي اغیزه ونکړي. په ترکیه کې  بیړنی حالت  د اروپا د معیارونو په اساس  اعلان شوی دی . دا بیړنی  حالت  د ملت لپاره نه بلکې د دولت لپاره اعلان شوی دی . بیړنی حالت د دولتي چارو د لا ګړندي کولو په خاطر اعلان شوی دی . دا بیړنی حالت د هیواد د یو زیات شمیر اداراتو په بڼسټونو کې د بدلون راوستو په خاطر اعلان شوی دی . د اصلاحاتو په خاطر اعلان شوی دی. په اصلاحاتو پیل شوی دی . د ترکیې په وسله وال پوځ کې  ځیني اصلاحات رامنخته شوه. دا اصلاحات اړین  دي. که چیرې دا اصلاحات رامنځته نکړو  خدای مکړه  سبا  یو ځل بیا د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او دوی په څیر د هیواد د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د نفوذ کولو سره  په ملت د کودتا هڅه وکړي. هغه وسلې چې د ملت په مالیاتو او د دښمن پر خلاف د کارولو په خاطر  رانیول شوي دي پخپله د ملت پر خلاف وکاروي. ولسمشر اردوغان وویل چې د هیواد په دولتي اداراتو کې دا اصلاحات به ترکیه لا پسې قوي کړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه ۳ میلیونه او ۳۴۰ زره تنه  دولتي مامورین  لري چې ددوی  له جمع نه  تر اوسه پورې  د ۶۲ زرو تنو دندې ځنډول شوي دي. هغه وویل ددې په هیله چې  د څیړونو نه وروسته یو زیات شمیر بې ګناه ثابت شي  او بیرته خپلو دندو ته راستانه شي.



اړوند خبرونه