د ګولن د سازمان تصفيه ولې مهمه ده؟

د تركيې د جمهوريت رياست وياند ابراهيم كالن د ډېلي صباح په ورځپاڼه كې د يوې مقالې په خپرولو سره  په تركيه كې د `` د كودتا وروسته د نوي سياسي تفاهم د امكاناتو په اړه خپله تبصره ليكلې ده.

544319
د ګولن د سازمان تصفيه ولې مهمه ده؟

پدې تبصره كې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د موازي دولت د جوړښت(FETO) لخوا د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا شپه د تركيې په تاريخ كې تر ټولو تياره شپه ياده شوې ده.

كالن ليكلي دي چې  د تركي ولس د مقاومت او فداكارۍ په پايله كې دا توره شپه په رڼا ورځې بدله شوه او د كودتا د ناكام اقدام نه وروسته په تركيه كې د ديموكراسۍ د پلا پياوړتيا په موخه هم ټولنيز او سياسي مطابقت رامنځته شو.

دا مطابقت د ټولو كورنيو او بهرنيو ګواښونو پر وړاندې د اتفاق، د آزادۍ او قانوني دولت نه د ملاتړ په موخه رامنځته شوى دى. د جولاى د ۱۵مې نېټې د د كودتا پر مهال په ميليونونو انسانان چې د تركي ټولنې د بېلابېلو فكرونو استازيتوب يې كولو او د سياسي ګوندونو مشرانو د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د خاينينو د مخنيوي په موخه ميدانونو ته راوتلي ول.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د كودتا نه وروسته د روانو حالاتو د څېړنې په موخه په ملي شورا كې د مخالفو ګوندونو د مشرانو سره هم ليدنه وكړه. د خلكو د جمهوري ګوند ( CHP) مشر كمال كلچدار اوغلو او د ملتپاله غورځنګ ګوند (MHP) مشر دولت باغچه لې د ولسمشر سره په ګډه ليدنه كې روانې چارې وڅېړلې.  كلچدار اوغلو د جولاى په ۲۶مه نېټه  په يو بې ساري اقدام كې څرګنده كړه چې فتح الله ګولن بايد تركيې ته وسپارل شي. باغچه لې او نورو سياسي مشرانو هم د كلچدار اوغلو له دې څرګندونو ملاتړ وكړ. د مدني ټولنې يو شمېر استازو، عامو وګړو او د ټولنې بېلابېلو جوړښتونو هم د امريكايي مقاماتو نه غوښتنه وكړه چې ګولن تركيې ته وسپاري.

`` پدې باور لرو چې تركيې ته د ګولن د سپارلو په برخه كې امريكا به د انقرې سره همكاري وكړي.``

كالن زياته كړه چې د ګولن د اعادې په برخه كې پدې اتفاق باندې د امريكا او اروپايي ټولنې د هېوادونو لخوا سترګې پټول به لويه اشتباه وي. د تركي ولس يوه زياته برخه د ګولن د سپارلو نه ملاتړ كوي. نوموړى په امريكا كې ددې هېواد له قوانينو په ناوړه ګټې پورته كولو سره اوسيږي. `` پدې پوره باور لرو چې تركيې ته د ګولن د سپارلو په برخه كې به امريكا د انقرې سره همكاري وكړي. ګولن نه يواځې د تركيې د ملي امنيت لپاره خطر دى بلكې د امريكا لپاره هم يو خطرناك مجرم بلل كيږي. په امريكا كې د ګولن د ښوونځيو په اړه د ويزې د قاچاق او پېسو مېنځلو د جرمونو په تور يو يو زيات شمېر څېړنې روانې دي. كه چېرې ګولن د امريكا د حقوقي سيستم نه په ګټې پورته كولو سره هلته پاتې شي نو يو زيات شمېر كسان به فكر وكړي چې امريكا له ګولنه ملاتړ كوي. دا به په تركيه كې د امريكا پر وړاندې د خلكو مخالفت زيات كړي.``

د تركيې د وسله والو ځواكونو لوى درستيز خلوصي اكار څارنوال ته ويلي دي چې د كودتا پر شپه يو تن كودتاچي جنرال حاكان اېورېم نوموړي ته وويل چې د كودتا د ترسره كولو لپاره به يې د فتح الله ګولن سره د خبرو د كولو زمينه برابره كړي.

د اكار ياور جګړن لېونټ تركان څارنوال ته اعتراف كړى دى چې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې غړى دى او په اوردو كې يې د خپلو مشرانو په امر فعاليت كړى دى. تركان څارنوال ته ويلي دي چې د كودتا په اړه يې يواځې يوه ورځ وړاندې معلومات ترلاسه كړي ول او دا عمليات په پوره چټكۍ او خفا كې ترسره شوي دي.

په استانبول كې  د كودتا پر مهال د آسيا – اروپا د لويې وچې پر سره د  پلونو د تړلو په اړه بيا بريد جنرال اوزكان آى دوغدو چې اوسمهال په نظارتخانه كې دى وويل چې `` د پلونو د تړلو په اړه ورته امر شوى وو او خپلو سرتېرو ته يې وويل چې پلونه وتړي.  موږ امر پر ځاى كړ.``

د بله پلوه په تركيه كې د بانكدارۍ د تنظيم او څارنې د شورا يو تن پخوانى غړى كمال ايشېكلې وايي چې د فتح الله ګولن په سازمان كې يې د يو مشر دنده درلودله او د كودتا پر مهال يې د ولسمشر اردوغان د استوګنې پر هوټل باندې د بريد پر مهال يې ځانګړي ځواكونه هلته لېږلي ول.

په انقره كې د سرحدي ځواكونو د عمومي قوماندانۍ د استخباراتو د څانګې مدير جګړن ايرخان كارلي داغ هم په خپل اعتراف كې ويلي دي چې د كودتا نه وړاندې ورته چارواكو د هغهو ۳ زره كسانو لېست ښودلى وو چې د عالي نظامي شورا د غونډې په پايله كې به د وسله وال پوځ نه وشړل شي.  پدې لېست كې زما نوم هم شامل وو. ددې امله مې په كودتا كې ګډون وكړ.

په استانبول كې د هوايي ځواكونو د عمومي قوماندان ستر جنرال عابدين اونال او ۸ نورو جنرالانو د نيولو په موخه د لېږل شوي ټيم مشر اوغوز هكسال بيا وايي چې دا امر ورته د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د جاسوس يلماز بهار لخوا شوى وو.

د وسله وال پوځ د استخباراتو د رياست مرستيال ګورسل اكتپه وايي چې كودتا د ګولن د خبر پرته امكان نه لري. ``د تانګو په نامه د اړيكو د يو پروګرام له لارې ورته پيغام راغى چې كودتا كيږي. ټول دې د مرستې لپاره لاړ شي. د خپل كار ځايونو ته نږدې واوسئ او د جنرال محمد سره اړيكې ټينګې كړئ``

كالن ليكي چې ددې اعترافاتو سره سره يو زيات شمېر امريكايان او اروپايان د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا پر مهال د تركي ولس  د مېړانې اهميت نه دى درك كړى. `` اروپايي مشران ددې لپاره چې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د منسوبينو پر وړاندې د تركيې له حكومته ملاتړ وكړي، د كودتاچيانو د حقونو په بهانه د ديموكراسۍ او قانوني دولت چيغې وهي. حتى ځينې بيا د تركيې پر حكومت تورنه هم لګوي ګويا لكه كودتا چې موږ كړي وي.

``لوېديځو هېوادونو د كودتاچيانو په اړه د څه ويلو نه ډډه وكړه.``

كالن زياتوي چې د تركيې يو زيات شمېر لوېديځوال دوستان كوښښ كوي چې دا كودتا چې په پايله كې سلګونه كسان پكې مړه شو، د تركيې ديموكراسۍ ته زيان رسېد او راتلونكې ته يې ګواښ رامنځته شو، جدي ونه ښايي. دا د تركيې د ناامېدۍ سبب كيږي. لويديځو هېوادونو كودتا وغندله خو د كودتاچيانو په اړه د څه ويلو يې ډډه وكړه. . دوى كه څه هم كودتا وغندله خو تر اوسه پورې د اروپايي ټولنې هېڅ يو مشر، يو وزير او يا هم لوړپوړى چارواكى تركيې ته نه دى راغلى. د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا نه وروسته تركيې ته د دوى سفر نه كول لوى عيب دى.``

د فتح الله ګولن ترهګره ډله هم لكه د پې كا كا د ترهګرې ډلې په څېر په اروپايي هېوادونو كې د قانون د اسانتياو نه په ګټې پورته كولو سره سياسي سيستم د ځان په ګټه كاروي. كالن ليكي چې `` دا بايد پاى ته ورسيږي. خلك غواړي چې دا بايد پاى ته ورسيږي. خلك عدالت غواړي.

``د ختيځ جرمني د ۸۸ زره كسيزې اوردو ټول جنرالان له دندو شړل شوي ول.``

كالن ليكي چې `` له دولتي ادارو د ګولنيستانو د تصفيې چارې په ۱۹۹۰يم كال كې د ختيځ او لويديځ جرمني د يو ځاى كېدو كيسې ته ډېر ورته والى لري. ددې تړون په اساس د ختيځ جرمني شاوخوا ۵۰۰ زره مامورين له دندو لرې شوې ول. شپږ مياشتې وروسته ددې ماورينو يوه زياته برخه د محكمې د حكم په اساس په دايمي ډول له دندو ګوښه شول. د ختيځ جرمني د ۸۸زره كسيزې اوردو ټول  جنرالا له دندو وشړل شول.  د نظاميانو سربېره  يو زيات شمېر ښوونكي، د پوهنتون استادان، ډپيلوماټان او ژورناليستان هم د ختيځ جرمني د ژريم سره د اړيك و په تور له دندو ګوښه شول.

جرمني چارواكو دا ټول تدابير د يو متحد جرمني د رامنځته كولو په موخه د انتقال د بهير د اسانتيا لپاره ونيول.

تركيه پدې بريالۍ شوه چې له كودتا ځان وژغوري. هغه كسان چې د تركيې له ديموكراسۍ ملاتړ كوي، بايد د ګولن د جماعت پر وړاندې د تركيې له دې مبارزې ملاتړ وكړي.  د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا تر شا د ګولن د لاس درلودلو په برخه كې د هېواد ټول وګړي همغږي دي. دا همغږي د تركيې د ديموكراسۍ د پياوړتيا لپاره مهمه ده.

كالن ليكي چې په راتلونكې كې د كودتا د مخنيوي په موخه حكومت د ټولو مخالفو ګوندونو سره مشوره كوي تر څو اساسي اصلاحات راوړل شي.

دا تدابير به په تركيه كې د شفافيت او حساب وركوونكې د اساستو پر بڼسټ  په تركيه كې د ديموكراتيك بهير د پياوړتيا په برخه كې مرسته وكړي. دا تدابير د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا په څېر د بل اقدام د هر اړخيز مخنيوي په موخه دولت او وسله وال پوځ ته پياوړتيا وربښي.



اړوند خبرونه