د ترکیې لومړي وزیر د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال سره لیدنه وکړه

د جولای د ۱۵ مې کودتا د ناکامې هڅې نه وروسته افغانستان جګپوړي چارواکي د ترکیې نه لیدنه وکړه

542816
د ترکیې لومړي وزیر د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال سره لیدنه وکړه

د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره  لیدنه وکړه.

د صدارت د ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  لومړي وزیر ییلدرم  د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره د چانکایا په ماڼۍ کې  لیدنه وکړه.

دا لیدنه  د مطبوعاتو نه د بندو دروازو ترشا  ترسره شوه.

د صدارت ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  پدې لیدنه کې  په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د کودتا د ناکامې هڅې  په اړه  د افغانستان د خلکو لخوا د ترکیې د دولت او ملت نه  د ښودلي ملاتړ له امله مننه وکړه.

لومړي وزیر ییلدرم  پدې لیدنه کې  د افغانستان سره په هرو برخو کې د ترکیې د مرستو دوام  ژمنه وکړه او افغانستان د سولې او ثبات په اهمیت يي ټینګار وکړ. هغه وویل چې  افغانستان د ترکیې لپاره  یواځې  دوست  هیواد نه بلکې ورور هیواد دی.

همداشان  د افغانستان مرستیال ولسمشر عبدالرشید دوستم  بیا په سیمه کې  د ترکیې په مهم  رول  او اغیرو  ټینګار کړی  او ویلي دي چې  د متقابلو اړیکو د لا پراخولو په خاطر به  هڅو ته دوام  ورکړي.    



اړوند خبرونه