``د خلكو زور د خداى زور دى.``

په نني بحث كې دوه مهمې موضوعګانې څېړل كيږي. لومړى دا چې كودتا ولې ناكامه شوه؟

543532
``د خلكو زور د خداى زور دى.``

 

 

په نني بحث كې دوه مهمې موضوعګانې څېړل كيږي. لومړى دا چې كودتا ولې ناكامه شوه؟ ددې پوښتنې ځواب به په هېواد كې د حاكم نظام او د خلكو د دريځ په رڼا كې بحث وكړو. دويمه موضوع بيا د كودتاچيانو پر وړاندې د تركيې د خلكو د قاطع دريځ پر وړاندې په لويديځ كې د دوه مخي سياست شتوالى دى. دا چې دا دوه مخى سياست ولې رامنځته شوى دى پدې اړه به بحث وكړو.

په تركيه كې د جولاى د مياشتې په ۱۵مه نېټه ناكامه كودتا وشوه. دا كودتا د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د منسوبينو لخوا چې د ۱۹۷۰يمو كلونو راهيسې يې د دولت په ټولو ارګانونو كې په موازي ډول خپل منسوبين ځاى پر ځاى كړي ول ترسره شوه چې د ملت د هر اړخيز مقاومت سره مخامخ شوه. ددې ډلې ترهګرو په لومړي سر كې د ۲۰۱۲م كال د فبرورۍ د مياشتې په ۷مه نېټه د تخريب لپاره لومړى ګام پورته كړ. د همدې ډلې يو تن لوړپوړي څارنوال كوښښ وكړ چې د تركيې د ملي استخباراتو ريس د استنطاق لپاره را وغواړي او بيا يې وروسته نظارتخانې ته واچوي. دې څارنوال غوښتل چې پدې ډول د وخت لومړي وزير رجب طيب اردوغان ته داغ وركړي.

دويم اقدام بيا يو كال وروسته د ۲۰۱۳م كال د دسمبر د مياشتې په ۱۷مې او ۲۵مې  نېټې باندې ترهګرې ډلې ته وفادارو پوليسو د اداري فساد او رشوت په بهانه د حكومت پر ځينو مشرانو باندې تورونه ولګول. پدې ډول يې په قضايه قوه كې خپل منسوبين داسې تنظيم كړل چې د اردوغان پر حكومت باندې د قضايي قويې لخوا كودتا وكړي. ددې اقداماتو نه وروسته د تركيې دولت هم د دوى پر وړاندې سيستماتيكه مبارزه پيل كړه. په لومړي سر كې يې په دولتي ادارو كې د دوى د منسوبينو د تصفيې چارې پيل كړې. وروسته يې د امنيت په تشكيلاتو او قضايه قوه كې  اصلاحاتو د راوړلو په موخه يو لړ اقدامات وكړ.

د فتح الله ګولن ترهګرې ډلې چې وليدل د خلاصون لار يې نشته دى نو د خپل خلاصون لپاره يې وروستى اقدام وكړ. هغه د ۲۰۱۶م كال د جولاى د مياشتې په ۱۵مه نېټه نظامي كودتا وه چې ناكامه شوه. دوى په دې نه پوهېدل چې دا كودتا به هېڅكله هم بريالۍ نشي. د دوى پر وړاندې د رجب طيب اردوغان په څېر سياسي مشر ولاړ وو چې د ۲۰۰۲م كال راهيسې يې په هرو ټاكنو كې برياليتوب ترلاسه كړى او د هېواد تر نيمايي زياد وګړي يې تر شا ولاړ دي.

د عدالت او پراختيا د ګوند د اقتدار پر مهال د هېواد اقصتاد پياوړى شوى وو او هغو كسانو چې د سياسي او اقتصادي ثبات نه خوښ ول د كودتا پر وړاندې يو موټى شول او لارو او كوڅو ته راووتل.

د تركيې په معاصر تاريخ كې تر دې وړاندې څلور نظامي كودتاګانې شوې دي چې څلور واړه بريالۍ شوي دي. دا لومړى ځل دى چې نظامي كودتا ناكاميږي.

ددې كودتا د ناكامېدو دويم مهم لامل بيا د وسله وال پوځ په چوكاټ كې د لوړپوړو قوماندانانو مخالفت وو. كودتاچيانو هېڅكله ونشو كولاى چې د وسله وال پوځ د لوى درستيز د مقام او نورو لوړپوړو چارواكو حمايت ترلاسه كړي. كه څه هم د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې منسوبينو په وسله وال پوځ كې مهم او كليدي مقامونه خپل كړي ول خو هېڅكله هم په اوردو يې ټول حاكميت نه درلود. بل مهم فكتور بيا د امنيتي سكتور بله څانګه يعنې پوليس د دوى په مقابل كې ودرېدل.

په تركيه كې د كودتاچيانو د ټاكونو، توپونو او الوتكو پر وړاندې د تركي ولس مېړانه او مقاومت هغه څه دي چې د تاريخ په زرينو پاڼو كې به ثبت شي. دوى خپله سيمه د ديموكراسۍ  ساتنې په موخه سپر كړه او اجازه يې ورنكړه چې ملكي حكومت د كودتاچيانو لخوا يرغمل شي.

دا په داسې حال كې ده چې لويديځو رسنيو ددې پر ځاى چې د تركيې د خلكو له دې مېړانې نه حمايت وكړي، پرې يې سترګې پټې كړې. دوى د تركيې د دولت لخوا د كودتاچيانو سره د مبارزې په موخه پر روان بهير باندې نيوكې كوي. دوى داسې فكر كوي چې ديموكراسي يواځې د دوى ميراث دى. د جولاى په ۱۵مه شپه تركي ولس لارو او كوڅو ته ووتلو او د كودتاچيانو پر وړاندې ودرېد. دا په داسې حال كې ده چې لوېديځې مېډيا پدې حالت سترګې پټې كړې. د دوى د كودتا پر ناكامېدو خپه شوي ول.

د بي بي سي او اېنډېپينډنټ په څېر رسنيو د اردوغان پر وړاندې ښكاري مخالفت اعلان كړى او پروپاګند ته يې دوام وركولو. حتى د بي بي سي يو تن چارواكي دا هم وويل چې د `` د اردوغان نه وژل كېدل د كودتاچيانو يوه اشتباه وه.`` 

د لويدېځو سازمانونو دريځ هم لكه د خبري رسنيو په څېر دوه مخى وو. دوى د تركيې د ولس مېړانه نه يادوله. دوى يواځې په دې فكر كې دي چې د كودتا نه وروسته د كودتاچيانو سره د مبارزې په موخه چې ۲۵۰ تنه يې وژلي دي، ګويا د بشري حقونو نه سرغړونې ولتوي. دوى دا هم هېروي چې د امريكا په متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې په يو زيات شمېر غړو هېوادونو كې داسې قوانين نافذ دي چې له مخې يې  د ترهګرۍ په تور شكمن كسان د هېڅ ډول مادي دليله پرته د نيولو امكان وركوي.

په تركيه كې د خلكو لخوا د كودتا پر وړاندې د سخت دريځ د ښودولو په پايله كې دا حقيقت هم څرګند شو چې په منځني ختيځ كې د لوېديځو هېوادونو د سياسي لوبو د پردې تر شا دوه مخى سياست ځاى لري.



اړوند خبرونه