له كودتا وروسته د امريكايي مقام سره لومړنۍ ليدنه

لومړي وزير بنعلي ييدلدرم نن د چانكايا په ماڼۍ كې د امريكا د متحدو ايالتونو د وسله والو ځواكونو لوى جوزېف ډانفورډ حضور ته ومنلو.

542789
له كودتا وروسته د امريكايي مقام سره لومړنۍ ليدنه

 

 

ييلدرم څرګنده كړه چې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د موازي دولت د جوړښت لخوا د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا پر وړاندې د امريكا د متحدو ايالتونو ښكاره دريځ اهميت لري.

ييلدرم چې د ليدنې نه وروسته په خبري غونډه كې خبرې كولې وويل چې د جولاى د ۱۵مې نېټې ناكامه كودتا د تركيې د ديموكراسۍ او تركي ملت پر وړاندې تر ټولو لوى ګواښ وو. دولت او ملت اوږه په اوږه له بهيره وژغورل شول. د تركيې متفق هېواد امريكا بايد د كودتاچي ترهګرو پر وړاندې خپل دريځ روښانه كړي.

ييلدرم زياته كړه چې د كودتا نه وروسته روان بهير او د ترهګرو د تصفيې چارې د قوانينو په چوكاټ كې پرسره كيږي.

لومړي وزير يو ځل بيا د امريكايي مقاماتو نه غوښتنه وكړه چې د كودتاچي منسوبينو مشر فتح الله ګولن چې اوسمهال په نوموړي هېواد كې دى، تركيې ته وسپاري.

دا په داسې حال كې ده چې د امريكايي ځواكونو لوى درستيز  په تركيه كې د جولاى د مياشتې د ۱۵مې نېټې كودتا په ښكاره توګه وغندله. ډانفورډ زياته كړه چې ددې لپاره تركيې ته راغلى دى چې د تركيې د دولت او خلكو سره خپله همدردي وښايي. په تركيه كې له ديموكراتيك بهيره د امريكا ملاتړ دوام لري او د نظامي ډګر سربېره په هره برخه كې هر اړخيزې همكارۍ ته تيار دى.

په تركيه كې د ناكامې كودتا نه وروسته دا لومړى لوړپوړى امريكايي مقام دى چې تركيې ته راځي.


پيوندونه: #تركيه , #نړۍ

اړوند خبرونه