د اردوغان پر وينا د بنديز له امل د تركيې سخت غبرګون
د جرمني د كولن په ښار كې د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا د غندلو او له مشروع حكومت د ملاتړ په موخه په جرمني كې د مېشتو تركانو په ګډون يو پراخه لاريون جوړ شو.
ټاكل شوې وه چې دې لاريون ته د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ويډيويي كنفرانس له لارې وينا وكړي خو د جرمني د مقاماتو لخوا پرې بنديز ولګول شو.
د جرمني د هېواد دا اقدام پرون د يو زيات شمېر تركي مقاماتو لخوا وغندل شو.
دا دى نن په انقره كې ددې هېواد شارژدافر د بهرنيو چارو د وزارت مقر ته را غوښتل شوى دى تر څو د انقرې رسمي اعتراض د خپل هېواد مقاماتو ته وړاندې كړي.
ويل كيږي چې په پروني لاريون كې د ولسمشر اردوغان وينا ددې هېواد د اساسي قانون د محكمې لخوا رد شوې ده.
پدې لاريون كې چې څه باندې ۴۰ زره كسانو په كې ګډون كړى وو د اردوغان ليكلى پيغام ولوستل شو.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله