د ۶ تنو پوليسو شهادت
د تركيې په ختيځ كې د بينګول د ولايت په مربوطاتو كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې په يو بريد كې شپږ تنه پوليسان شهيدان شول.
542755
پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د پوليسو د كوماندو د ځواكونو د سپرلۍ موټر د سرك پر غاړه په ځاى پر ځاى شوي ماين باندې وخوت.
ويل كيږي چې ماين د ريموټ كنټرول په واسطه چاودول شوى دى.
په پېښه كې درې تنه پوليسان ټپيان شوي هم دي چې د يو تن روغتيايي حالت يې ترينګلى دى.
د پې كا كا د ترهګرې ډلې منسوبينو په تركيه كې د كودتا د ناكام تشبث نه وروسته په ګټې اخيستلو سره پر امنيتي ځواكونو باندې بريدونه زيات كړي دي.
تېره ورځ هم درې تنه سرتيري د ترهګرو په يو كمين كې شهيدان شوي ول.